د ملا هبت‌الله له اجازې پرته طالب کارکونکي نشي کولای د زده‌کړو لپاره له هېواده بهر ولاړ شي

د هېکرانو یوې ډلې «طالب لیکس» له‌خوا په افشا شویو سندونو کې د ملا هبت‌الله اړوند فرمان دی، چې په کې یې خپلو ټولو وزارتونو او ریاستونو ته امر کړی چې د ده له اجازې پرته یې کارکوونکي د زده‌کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته سفر نه شي کولای.

د طالبانو د مشر په دې فرمان کې راغلي، چې د ټولو وزارتونو اړوند کارکوونکي که د زده‌کړو، ظرفیت لوړونې او یا نورو سېمینارونو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي؛ نو باید له خپل مشر (ملا هبت‌الله) اجازه واخلي.
په دغه فرمان کې ویل شوي، چې د چارو ادارې د دفتر له لارې باید له هغه سره د سفر د ترسراوي لپاره د غوره شوي کس جزییات شریک شي او د تګ یا نه تګ په تړاو به یې د طالبانو مشر پرېکړه کوي.
د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدلو وزارت خپلو اړوند ریاستونو ته د ملا هبت‌الله دغه فرمان استولی او پرې ټینګار یې کړی، چې د سفرونو تر کېدو دمخه باید له ملا هبت‌الله اجازه وغوښتل شي.

واک ته د طالبانو له رسیدو څه موده وروسته د طالبانو مشرتابه په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او بیا د پوهنتون پر زده‌کړو بندیزونه ولګلول.

د دې تر څنګ یې روان لمریز کال د زده‌کړو په طبي موسسو کې د نجونو پر زده‌کړو هم بندیز ولګاوه چې ورسره تړلې د افغان نجونو یوازنۍ هیلې هم له منځه لاړې.