طالبانو منلې چې د دغې ډلې د ښارجوړونې په وزارت کې دننه چاودنه شوې
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/a6de12c87cf6d287dc6125f1d4d6505d29749f0d-1000x750.jpg?rect=0,94,1000,563&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت منلې چې نن پنجشنبه د سلواغې ۲۵مه په کابل کې د دغې ډلې د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت دننه «ځانمرګی» برید شوی. افغانستان انټرنشنل ته سیمه ییزو سرچینو ویلي چې چاودنه ډیره «زوروره» وه.
تر اوسه پورې د دغې چاودنې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
د طالبانو د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت ویاند سیمه ییزو رسنیو ته وویل چې ځانمرګي بریدګر غوښتل چې وزارت ته ننوځي.
محمد کمال افغان وویل چې امنیتي ځواکونو د وزارت په دروازه کې ځانمرګی بریدګر ویشتلی او وژلی، او چاودنه کې یو کس بل وژل شوی او درې نور یې ټپیان کړل.
د سلواغې په ۲۳مه، د سې شنبې په ورځ د سهار شاوخوا اته بجې، یوه «ځانمرګي بریدګر» په کندوز کې د کابل بانک ودانۍ مخې ته خپل چاودیدونکي توکي وچول، چیرې چې دولتي کارکوونکو او طالب نظامیان د خپلو معاشونو اخیستلو لپاره په کتارونو کې ولاړ و.
د کندوز له مرکزي روغتون څخه باوري سرچیو تایید کړه چې په دغې پېښه د ۱۸ تنو وژل شویو مړي او د ۱۵ تنه ټپیان ورړول شوي چې ډیری هغه د طالبانو نظامیان دي.
ځانمرګي بریدونه په تیرو دوو لسیزو کې د طالبانو یو له تر ټولو وژونکو جنګي تاکتیکونو څخه وو. دغې ډلې د پخواني حکومت او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې په سلګونو ځانمرګي بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې زرګونه ملکي وګړي ووژل شول.
لاهم طالبان د خپلو ځواکونو په تشکیل کې د ځانمرګو بریدګرو ځانګړې قطعه لري.