اسلام اباد کې د طالبانو سفیر د «ټي ټي پي» په اړه د پاکستان اندېښنې له کابل سره شریکې کړې
د «طالب لیکس» په نوم د هېکرانو یوې ناڅرګندې ډلې د طالبانو د افشا شویو اسنادو اړوند په اسلام اباد کې د طالبانو د سفیر سردار احمد شکېب لهخوا هغه مکتوب افشا کړی، چې نوموړی د دغې ډلې بهرنیو چارو وزارت ته په افغانستان کې د ټي تي پي د شتون په اړه د پاکستان اندېښنې شریکوي.
د ۱۴۰۳ لمریز کال د زمري په ۱۱مه په (۱۳۴) ګڼه مکتوب کې چې په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر کابل ته استولی راغلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال سجاد قاضي سایرس او د هغه وخت د دغه وزارت ویاندې زهرا بلوچ د پاکستان قومي اسمبلۍ یوې کمیټې ته ویلي، چې د هغو افغان لارۍ چلوونکو چې پاکستان ته په موقت ورکړل شوي سند داخلیږي لغوه کوي او پر ځای یې باید چلوونکي افغان پاسپورټ او د پاکستان په ویزه دغه هیواد ته داخل شي.
د پاکستان بهرنیو چارواکو وزارت دغو دوو چارواکو د دغه کار لامل له افغانستان څخه د داعش، ختیځ ترکستان اېغور وسله والو او ټي ټي پي په تړاو اندېښنې ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې د دغو ډلو له لوري په پاکستان کې نا امني او ترهګریزې پیښې له افغانستان څخه پلان کیږي.
د طالبانو په مکتوب کې د دغو پاکستاني چارواکو دا ادعا هم را اخیستل شوې، چې ویلي یې دي، په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې په پښتونخوا کې د داسو بند پر چینايي انجینرانو برید په افغانستان کې پلان شوی و.
پاکستان تل ادعا کوي چې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په پاکستان کې د نا امنۍ پېښې زیاتې شوې او لامل یې هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ټي ټي پي ډلې پراخ شتون په ګوته کوي، خو کابل کې طالبان د پاکستان داسې ادعاوې ردوي او دا د پاکستان کورنۍ موضوع بولي.
اسلام اباد کې د طالبانو د سفیر له لوري کابل ته په استول شوي مکتوب کې د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۱مه نیټه د افغان لارۍ چلوونکو د موقت سند د بې اعتباره کېدو او له هغه وروسته په ویزه د تګ راتګ په موضوع ډیر جزیات وړاندې شوي او ویل شوي چې په دې برخه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه هم پر خپل رول ټينګار کوي او غواړي د لارۍ چلوونکو تګ راتګ پاکستان ته قانوني شي.
د طالبانو په دغه مکتوب کې د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د هغه راپور جزیاتو ته ډیر ځای ورکړل شوی چې د پاکستان له لوري پر افغان لارۍ چلوونکو دغه هیواد ته په موقت سند د ورتلو بندیز لګول شوی.
مکتوب کې یادونه شوې چې له ډان ورځپاڼې سره د افغانستان د ټرانسپورټي شرکتونو د اتحادیې یوه مشر عظیم الله شینواري مرکه کې ویلي، چې جلال باد کې د پاکستان کونسلګري له افغان لارۍ چلوونکو په ناقانونه ډول له ټاکل شویو سل ډالرو هم ډیرې پیسې اخلي او دغه شکایت یې وړاندې کړی.
له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان واکمن شوي، د پاکستان او طالباو تر منځ ناندرۍ او یو پر بل تورونه لګول زیات شوي، او ډیر کله په کې یو پر بل له ترهګرۍ د ملاتړ تورونه لګول شوي دي.
عام فکر دا دی چې ګنې پاکستان او کابل کې طالبان سره مخالف دي خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، چې پاکستان او طالبان د یوې سیکې دوه مخه دي او ټول دغه سیاسي بیانونه او د مخالفت خبرې له وړاندې پلان شوې دي، چې دوی غواړې یوازېد دواړو هیوادونو ولسونه او ګاونډي هیوادونه پې وغولوي.