کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ د «اعتبار ساتنې» لپاره د ۴۱زره ډالرو په ارزښت لنډکروزر اخیستی

د هېکرانو یوې ډلې «طالب لیکس» له‌خوا په خپرو شویو سندونو کې راغلي، چې په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ د «اعتبار ساتنې» په موخه د ۴۱ زره ډالرو په ارزښت یو ټویوټا لنډکروزر اخیستی.

په دغه ترلاسه شوي سند کې په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ لیکلي، چې دغه لنډکروزر موټر یې د دغې استازولۍ د «حیثیت او اعتبار ساتنې» لپاره اخیستی دی.
دغه ترلاسه شوی مکتوب د تېرکال کب میاشتې پورې تړاو لري.
د دغه مکتوب له مخې، دغه ۲۰۱۴ ماډل موټړ تور رنګ لري چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په «شفاهي» امر د ۴۱زره او ۴۶۳ ډالرو په ارزښت اخیستل شوی دی.


دغه موټر په کراچۍ کې د طالبانو کونسل عبالجبار تخاري له‌خوا اخیستل شوی دی.
په دې وروستیو کې یوې ناپېژاندې ډلې د طالبانو د ادارو او وزارتونو اړوند زرګونه سندونو په خپرولو سره ادعا کړې، چې د دغې ډلې اطلاعاتي بانک یې هېک کړی دی.
د طالبانو مخابراتو وزارت منلې، چې د دغې ډلې د لسګونو ادارو سندونه افشا شوي؛ خو په وینا یې، د طالبانو د مرکزي حکومت ډېټابېس بیا نه دی هېک شوی.