ملا هبتالله په یوه تازه فرمان کې په ملکي او پوځي برخو کې نوې ګومارنې کړې دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/b2307840570ba75438e1f7fe91586b885c69ff72-660x330.jpg?rect=37,0,587,330&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۴مه) خبر ورکړی، چې د دغې ډلې مشر ملا هبتالله په یوه تازه فرمان کې په ملکي او پوځي برخو کې شپږ نوې ګومارنې کړې دي. ملا هبتالله د خپلو ځانګړو ځواکونو قوماندان له دندې لرې او د کندهار امنیه قوماندان یې ټاکلی.
نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د دغه فرمان له مخې د دغې ډلې «د تخار پخوانی والي عبیدﷲ امین زاده د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین شو، د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ پخوانی معین ضیاالرحمن اریوبي د لوړو زدهکړو وزارت د علمي معین په توګه، د افغانستان بانک د څارنې پخوانی امر عبدالرحمن قانت د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ معین په توګه ټاکل شوي.»
مجاهد زیاتوي: «د کندهار پخوانی امنیه قوماندان سمیع ﷲ حزب ﷲ د تخار د والي په توګه، د هلمند ولایت پخوانی والي عبدالاحد طالب د کندهار ولایت د امنیه قومندان په توګه او د لوړو زدهکړو وزارت پخوانی علمي معین لطف ﷲ خیرخواه بیا د افغانستان بانک د څارنې امر په توګه ګومارلي دي.»
د طالبانو په مشر نیوکې دي، چې د خپل واک پراخولو لپاره ډېری کسان له ټیټو څوکیو څخه وزارتونو، معینيتونو، ولایتونو او د پوځ لوړو څوکیو ته بدل کړي دي.
تر دې وړاندې د طالبانو مشر د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د اصلاحاتو په نامه تر ۱۵۰ ډېر ځان ته نږدې کسان له ټیټو پوستونو لوړو پوستونو ته بدل کړي وو.
د طالبانو يوې سرچينې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې هبتالله لومړی طالب چارواکي په سويلي ولایتونو کې ګوماري او وروسته یې بیا لوړو پوستونو ته معرفي کوي.
ملا هبتالله په ۲۰۲۴ کال کې په ملکي او پوځي برخه کې د وزيرانو، معینانو او د پوځ د قوماندانانو په ګډون نږدې ۱۵۰کسان تغيیر او تبدیل کړي دي.
د کندهار د امنیه قوماندان په توګه د ملا هبتالله له لوري د هلمند پخوانی والي عبدالاحد طالب ټاکل دا څرګندوي چې ملا هبتالله د امنیت له پلوه پر خپل ځان ډاریږي او په کندهار کې هم ځان خوندي نه احساسوي.