په جده کې د طالبانو کونسلګري د ترافیکي سرغړونو له کبله څه باندې ۸ زره ډالر جریمه شوې

د افغانستان انټرنشنل له خوا د «طالب‌لیکس» هېکرانو د افشا شویو سندونو د خپرېدو په دوام، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه مکتوب کې لیدل کېږي، چې د سعودي عربستان په جده ښار کې د طالبانو کونسلګري د ترافیکي سرغړونو له کبله ۸ زره او ۸۱۰ ډالر جریمه شوې ده.

د سعودي عربستان حکومت د ترافیکي جریمې د نه‌ورکړې له کبله د کونسلګرۍ موټرونو لپاره د موټر چلونې د جوازونو صادرول او تمدېدول بند کړي دي.

د دغه مکتوب پر بنسټ، د کونسلګرۍ موټرونه د طالبانو د حج او اوقافو وزارت تللي پلاوي ته سپارل شوي وو او دغه پلاوي د سعودي د موټر چلونې قوانین نه دي رعایت کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سلواغې په ۴مه د حج او اوقافو وزارت ته یو لیک لېږلی او له هغوی څخه یې غوښتي، چې د کونسلګرۍ د نقلیه وسایطو ترافیکي جریمه پرې کړي.

په لیک کې راغلي: «د کوربه هېواد [سعودي عربستان] له ترافیکي قوانینو سره سم، د ترافیکي جریمې سرغړونې له کبله ۸ زره او ۸۱۰ ډالر [جریمه] شوي دي.»

په دغه لیک کې څرګنده شوې، چې سعودي عربستان «د هغو نقلیه وسایطو چې د حج او اوقافو وزارت له خوا کارول شوي وو» د جریمې د نه‌پرې کولو له کبله په جده کې د طالبانو کونسلګرۍ د نقلیه وسایطو لپاره د جواز صادرول او تمدیدول بند کړي دي.

په مکتوب ښکاري، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له حج او اوقافو وزارت څخه د دغې جریمې د پرې‌کولو په موخه د سملاسي اقدام غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د «طالب‌لیکس» په نوم د هېکرانو یوې ناپېژاندې ډلې د طالبانو پر اطلاعاتي شبکو سایبري برید وکړ او د دغې ډلې د یو شمېر مهمو بنسټونو اسنادونو ته یې لاس‌رسی وموند.

د یادونې ده، چې د هېکرانو له خوا د طالبانو ګڼ شمېر اسنادونه افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، چې په‌کې د دغې له بېلابېلو معاملو او پټو مسایلو پرده پورته کوي.