د کرېکټ اتلانو جام سیالۍ؛ الله محمدغضنفر د ملا د ټپ له امله له دغو سیالیو بهر شو

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې توپ اچوونکی الله محمد غضنفر د ملا د ټپ له امله د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام له سیالیو بهر شو. کرېکټ بورډ پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د نوموړي د ملا وروستۍ مرۍ په زېمبابوې کې د افغانستان د وروستیو لوبو پرمهال ژوبله شوې.

د کرېکټ بورډ په وینا، الله محمد غضنفر تر څلورو میاشتو له لوبو بهر شوی او په دې موده کې به تر درملنې لاندې وي.
کرېکټ بورډ زیاته کړې، چې د الله محمد غضنفر پر ځای به په دغو سیالیو کې ننګیال خروټی ولوبېږي.
ننګیال خروټي تر دې وړاندې د دغو سیالیو لپاره د احتیاطي لوبغاړو په نوملړ کې و.
سربېره پر دې کرېکټ بورډ دا هم لیکلي، چې مجیب الرحمان تر هغه چې په بشپړ ډول نه وي رغېدلی؛ په یو ورځنیو لوبو کې نه شي لوبېدی.
د اتلانو جام سيالۍ د پاکستان په کوربه‌توب په کراچۍ، لاهور او راولپنډۍ ښارونو کې د روانې فبرورۍ مياشتې په ۱۹مه نېټه پيلېږي، چې د مارچ تر ۹مې نېټې به دوام وکړي.
د ۲۰۲۵ کال اتلانو جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې حشمت الله شهیدي، رحمت شاه زرمتی، رحمان الله ګربز، اکرام علي خېل، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، نور احمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.
همدارنګه دروېش رسولي او بلال سمیع د یاد نوملړ په احتیاطي لوبغاړو کې دي.
دا لومړی ځل دی، چې افغانستان په اتلانو جام سیالیو کې لوبېږي.