د کرېکټ اتلانو جام سیالیو کې د ګډون لپاره افغان لوبډله لاهور ته ورسېده

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې افغان لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام سیالیو کې د ګډون لپاره لاهور ته رسېدلې ده. کرېکټ بورډ د افغان لوبغاړو د تصویرونو په خپرولو سره پر اېکس لیکلي، چې افغان لوبډله به تر دغو سیالیو مخکې دوه تمریناتي لوبې هم وکړي.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به (د فبرورۍ په ۱۴مه) په لاهور کې له پاکستان او (د فبرورۍ په ۱۶مه) په کراچۍ کې نیوزلېنډ لوبډلې سره تمریني لوبې وکړي.
په دغو سیالیو کې د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه (د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه) په کراچۍ کې د سویلي افریقا پر وړاندې ده.
د ۲۰۲۵ کال اتلانو جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل وېکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، نور احمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.
همدارنګه دروېش رسولي او بلال سمیع د یاد لوملړ په احتیاطي لوبغاړو کې دي.
دا لومړۍ ځل دی، چې افغانستان په اتلانو جام کې لوبېږي.