د طالبانو سفیر: پاکستان غواړي د چین او امریکا سړه جګړه افغانستان ته انتقال شي
په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب د دې ډلې بهرنیو چارو وزارت ته په یوه رسمي مکتوب کې د پاکستان له لوري د چین او امریکا ترمنځ د اړېکو ساتلو په موخه د افغانستان پر سر سودا کولو په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړې دي.
د « طالب لیکس» له خوا د خپرو شویو اسنادو له مخې، دغه ۹۱مه ګڼه مکتوب د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ میاشتې پر اتمه په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د دې ډلې بهرنیو چارو وزارت ته لیږلی. په مکتوب کې نوموړي په یوه کنفرانس کې د پاکستان د سفیر مسعود خان د یوې وینا په اړه اندېښنه ښودلې، چې دده په باور، د افغانستان په اړه منفي ذهنیت جوړوي.
دغه کنفرانس د سوېلي اسیا انستیتوت ویلسن مرکز له خوا جوړ شوی و او مسعودخان پکې وینا درلوده.
په کنفرانس کې د پاکستان سفیر د پاکستان او امریکا ترمنځ پر قوي امنیتي اړیکو او د استخباراتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی و.
په مکتوب کې ویل شوي د پاکستان سفیر د غونډې برخه والو ته ویلي، چې پاکستان د تروریستي شبکو د له منځه وړو په موخه یو پریکړه لیک تصویب کړی او د دغه کار لپاره اسلام اباد پرمختللو سپکو وسلو او مخابراتي وسایلو ته اړتیا لري.
د پاکستان سفیر په دغه کنفرانس کې ویلي، چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې د سیمه ییز امنیت او د ترهګرۍ له مخ پر وده څپو سره د مقابلې لپاره چې د امریکا او د هغې د متحدینو ګټې هم ګواښي، خورا مهمې دي. نوموړي ویلي، « موږ ګډ ارزښتونه لرو، زموږ امنیتي او اقتصادي ګټې یو له بل سره تړلې دي. پاکستان غواړي یوه د عمل نقشه رامنځته کړي څو دوه اړخیز تفاهم ژور کړي او د ټولو لپاره امنیت او سوکالي راولي».
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، د افغانستان په اړه پاکستاني سفیر ټینګار کړی، چې په کابل کې د خپل ډیپلوماټیک حضور د بیا احیا، د ټولشموله حکومت رامنځته کولو، له ترهګرۍ سره مبارزې او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه باید امریکا له پاکستان سره په ګډه کار وکړي.
سفارت د بهرنیو چارو وزارت ته په خپلو معلوماتو کې لیکلي داسې ښکاري چې چین ته د پاکستاني پلاوي سفر پر امریکا ښه نه دی لګیدلی او اوس پاکستاني چارواکي هڅه کوي چې واشنګټن بیرته راضي کړي یا حداقل په دې اړه لابيګري وکړي.
په دغه مکتوب کې لیکل شوي:«په داسې حال کې چې پاکستان د بیجیینګ او واشنګټن ترمنځ پښې وهي، بیا هم هڅه کوي د افغانستان پر سر سودا وکړي.»
په اسلام اباد کې د پاکستان سفارت په مکتوب کې لیکلي، « پاکستان چین او امریکا دواړو ته په مکرر ډول وايي، چې له افغانستان څخه ورته ګواښ پيښيږي او د دغه ګواښ د مهارولو لپاره باید پاکستان سره مالي او تخنیکي مرستې وشي.»
په مکتوب کې دغه راز لیکل شوي، چې سربیره پر دې په دې ورستیو کې اسلام اباد هڅه کوي چې ځان د افغان نجونو او ښځو مدافع وښيي او داځل د بشري حقونو د یو مدافع په بڼه افغانستان کې د لاس وهنو لپاره له نورو هېوادونو مرستې ترلاسه کړي.
په یاد مکتوب کې د افغانستان په اړه د اسلام اباد د نیت په اړه لیکل شوي، پاکستان هڅه کوي، چې د طالبانو او چین اړیکې خرابې کړي. «تېره ورځ د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر ادعا وکړه، چې د تحریک طالبان پاکستان دوه غړي یې داسې مهال نیولي چې د بلوڅ ازادۍ پوځ په نامه ډلې په مرسته یې غوښتل په یاد ایالت کې نوي مرکزونه پرانیزي. د هغه په وینا، نیول شويو کسانو ورته ویلي، چې مرکزونه یې په افغانستان کې دي او پر چینايي وګړو د برید پلان یې درلود». مکتوب وايي، «له دې سره پاکستان هڅه وکړه، چې تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بیلتون پاله ډلې چې د چینايي پروژو اصلي مخالفین دي، له اسلامي امارت سره وتړي څو افغانستان او چین ترمنځ اړیکې خرابې او همداراز د عزم استحکام په نوم نويو عملیاتو د پیل لپاره د خلکو په منځ کې ملاتړ پیدا کړي.»
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت ته په خپل تحلیل کې لیکلي، چې د اټومي وسلو له امله ستر قدرتونه د مخامخ جګړي پر ځای تل درېیمګړو هېوادونو کې جنګیږي.
مکتوب وايي، په پاکستان کې د چین او امریکا دواړو له حضور څخه داسې ښکاري چې دغه جګړه له ټایوان نه وروسته ممکن په پاکستان کې هم شروع شي، خو پاکستاني چارواکي یې د مخنیوي هڅې کوي او کوښښ کوي د جګړې پوټانشیل بېرته افغانستان ته انتقال کړي یا یې مخه ونیسي.
په دغه مکتوب کې په اسلام اباد کې د پاکستان سفارت د پاکستان او د امریکا د اسیا پاسیفیک ستراتیژی په اړه شپږ سناریوګانې د یادښت په شکل د بهرنیو چارو وزارت ته وړاندې کړې دي.
له یادو سناریوګانو څخه په یوه کې یې اشاره شوې، چې د دې لپاره چې پاکستان د لویو قدرتونو د سړې جګړې په ډګر بدل نه شي، راولپنډۍ افغانستان یا هم شاوخوا سیمو کې نوي بحران ته لمن وهي څو ستر قدرتونه هلته سره ښکر په ښکر شي.