سرچینې: د ننګرهار د پوهنې په ریاست کې درېیو طالبانو ۱۱ سوه زره افغانۍ غلا کړي

له ننګرهاره سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د دغه ولایت د طالبانو د پوهنې په ریاست کې د دغې ډلې درېیو غړو د یوه ښوونځي د ترمیم شاوخوا ۱۱ سوه زره افغانۍ غلا کړي او په خپل منځ کې یې وېشلي دي.

افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په رسېدلو اسنادو کې لیدل کېږي چې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د «اش‌خېل عبدالخېل» ښوونځي د ترمیم لپاره د ننګرهار د طالبانو پوهنې ریاست او د «ابوزر عثماني عرب‌زاده د ساختماني چارو شرکت» ترمنځ یو قراداد لاسلیک شوی دی.

د دواړو خواوو د قراداد پر بنسټ، د ننګرهار د طالبانو د پوهنې ریاست او د «ابوزر عثماني عرب‌زاده د ساختماني چارو شرکت» ترمنځ د دوه مېلیونه او ۵۰۰ زرو، ۴ زره او ۳۰ (۲۵۰۴۰۳۰) افغانیو قرارداد لاسلیک شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د دغو پیسو ۱۴ سوه زره افغانۍ د اچین ولسوالۍ د «اش‌خېل عبدالخېل» ښوونځي د ودانۍ ټېکه‌دار ته ورکړل شوي او پاتې نورې چې ۱۱ سوه زره (۱۱ لکه) افغانۍ کېږي، د ننګرهار د طالبانو پوهنې په ریاست کې درېیو طالبانو په خپل منځ کې وېشلي دي.

د ننګرهار ولایت د طالبانو د پوهنې ریاست اداري مرستیال «سید محمد صادق هاشمي، د یاد ولایت لپاره د دغې ډلې د تدارکاتو مدیر جمال‌الدین او انجنیر مدیر مستقیم» هغه درې کسان دي چې دا پیسې يې په خپل منځ کې وېشلي دي.

همداراز د «ابوزر عثماني عرب‌زاده د ساختماني چارو شرکت» د قرارداد د لاسلیکوونکي نوم، حاجي خالد لیکل شوی دی.

د سرچینو په خبره، دا موضوع د ننګرهار لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست له مشر شېخ محمدشریف حلیمي سره هم شریکه شوې، خو هغه یې په تړاو هېڅ ډول اقدام نه دی کړی.

په داسې حال کې چې طالبان تل په هېواد کې د فساد د له‌منځه وړلو ادعاوې کوي، تازه د روڼتیا نړۍوال سازمان په خپل یو راپور کې ویلي، چې افغانستان په ۲۰۲۴م کال کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په درجه بندۍ کې ۱۶۵م ځای لري.

له دې سره، تېره اونۍ د هېکرانو یوې ډلې هم په یوه سایبري برید کې د طالبانو زرګونه سندونه افشا کړي، چې ډېری برخو کې یې د طالبانو د فساد او غلا اړوند موضوعګانې خپاره شوي دي.