د «بدري ۳۱۳» قطعې پر سر د هبت الله او سراج الدین حقاني ترمنځ اختلاف

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د بدري ۳۱۳ ځانګړې قطعې یوه برخه تجهیزات کندهار ته انتقال کړي او غواړي دغه قطعه له کابل نه د کندهار البدر قول اردو ته ولېږدوي. د خوست له چاپمن مرکز نه ددې قطعې ۶۰۰ ځانمرګي سرتېري له وړاندې کندهار ولایت ته انتقال شوي دي.

په کابل کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د سراج الدین حقاني ورور حافظ عزیزالدین حقاني، چې د حافظ بدرالدین له وژل کېدو وروسته د بدري ۳۱۳ قطعې قوماندان و، کندهار ته له احضار کېدو وروسته له دندې لرې شوی او اوس د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو د روزنې په برخه کې بوخت دی.

سرچینې وايي، « د بدري قطعې یو شمېر وسایل او جنګیالي کندهار ته لېږدول شوي او پرځای یې په کابل کې نور سرتېري ځای پرځای شوي دي. هبت الله غواړي د بدري ۳۱۳ قطعې ټول سرتېري او امکانات کندهار ته ولېږدوي، خو سراج الدین حقاني یې ورسره نه مني».

سرچینې وویل، چې مولوي هبت الله څو میاشتې وړاندې له خوست ولایت څخه د بدري قطعې ۶۰۰ هغه ځانمرګي بریدګر هم کندهار ته لېږدولي، چې د امریکايي ځواکونو او سي آی اې په پخواني پوځي کمپ چاپمن کې میشت وو.

دغه پوځي کمپ د خوست ښار ختیز پلو په شاوخوا دوه کیلومترۍ کې پروت دی ، چې له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې امریکايي ځواکونو د طالبانو او القاعدې خلاف د عملیاتو او ولایتي بیا رغونې د مرکز په توګه کارواه او وروسته سي ای اې په قبایلي سیمو او وزیرستان کې ترې ځانګړي ترهګرۍ ضد استخباراتي عملیات رهبري کول.

سرچینه وايي، چې له دغه مرکز نه له دې وړاندې هم یو شمېر ځانمرګي بریدګر کندهار ته لیږدول شوي وو او د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني او مولوي هبت الله اخوندزاده ترمنځ پرې اړیکې ترینګلې شوې وې.

دوو سرچینو هممهاله افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، « ملا هبت الله اخوندزاده په تدریجي ډول د پخوانیو صفري قطعاتو ټول وسایل او مهمات کندهار ته لېږدولي. له دې وړاندې یې په یوه فرمان کې د صفري قطعاتو سیمرغ موټر، چې د هر یوه بیه ۴۰ تر ۵۰ زره ډالره ده، کندهار ته ور ټول کړل. دغه راز یې څه وخت وړاندې د خوست له چاپمن، کابل صفریو څخه د حقانیانو د بدري لښکر او د منصوریانو د فاتح ځواک ځانمرګي ټول کندهار ته انتقال کړل».

سرچینه وايي، ملا هبت الله ددغو قطعاتو وسایل، تجهیزات، ایم فور وسلې او سیمرغ موټر د خپل خاص ځواک په تجهیز او سمبالښت کې کارولي دي.

هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې د یوه فرمان له لارې په کابل او ولایتونو کې ټولو طالب چارواکو ته امر وکړ، چې سیمرغ موټر ددفاع وزارت د تخنیک او ټرانسپورټ ریاست ته وسپاري، خو وروسته یې دغه موټر ټول کندهار ته ولېږدول.

ملاهبت الله کابل کې د صفري قطعو سیمرغ موټر راټول کړي او خپل خاص ځواک یې پرې تجهیز کړی
ملاهبت الله کابل کې د صفري قطعو سیمرغ موټر راټول کړي او خپل خاص ځواک یې پرې تجهیز کړی

په کابل کې یوې امنیتي سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ملا هبت الله د کابل د سقوط پر لومړي کال غوښتل بدري قطعه او د طالبانو نور قطعات په امنیتي ځواکونو او ددې ډلې په دفاع وزارت کې مدغم کړي، خو د کورنیو چارو وزیر بدري ۳۱۳ قطعه له ځان سره ساتلې ده او په ملي امنیت او دفاع وزارت کې یې د مدغم کولو مخالفت کوي.

د طالبانو ملي دفاع وزارت د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې ټولې جنګیالۍ قطعې (بدري، فاتح، عمري، منصوري ) د کابل په مرکزي ۳۱۳ قول اردو،الفتح ۲۰۹، عمري ۲۱۷، منصوري ۲۰۳، البدر ۲۰۵، الفاروق ۲۰۷ ، خالد بن ولید ۲۰۱ او عزم ۲۱۵ قول اردوګانو کې مدغم کړې، خو بدري ۳۱۳ د ادغام له دغه بهیره بهر پاتې و.

د سرچینې په باور، د طالبانو مشر د وسلو د راټولولو او د وسلو پر وېش د بندیز له لارې په تدریجي ډول د حقاني شبکې او نورو ډلو د پیاوړتیا مخه نیولې ده، « د خوست له سقوط وروسته د خوست پخواني والي عبدالله چې د کندهار و، غوښتل دکي پي اېف وسلې او موټر کندهار ته انتقال کړي، خو په ګرده څېړۍ کې ترې حاجي مالي خان بېرته خوست ته وګرځول. بیا کندهاري طالبانو د پکتیکا په ارګون کې د وزیرمحمد شاهین د قطعې وسلې او موټر کندهار ته یووړل».

له یاغیګرۍ د کابل تر امنیت ساتنې

بدري ۳۱۳ځانګړې قطعه د حافظ بدرالدین حقاني له خوا جوړه شوې، چې د حقاني شبکې یو مهم غړی او د مولوي جلال الدین حقاني زوی و. دغه ځواک د طالبانوحکومت د بیا راتګ پر مهال د کابل په نیولو او امنیت ټینګولو کې ټاکونکی رول درلود.

د بدري ۳۱۳مشري د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ورور عزیزالدین حقاني پرغاړه وه، چېپر خپل نفوذ سربېره عام محضر ته نه راڅرګندېده. حافظ عزیزالدین د امریکا د مالیې وزارت د ترهګرو په نوملړ کې شامل دی.

طالبانو ته نږدې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « د بدري ۳۱۳جنګیالي د خیبر پښتونخوا په تیراه کې وروزل شول. د کابل د سقوط تر وخته ددوی شاوخوا ۳۰۰۰ جنګیالي دې ته چمتو کړای شول، چې د بهرنیو سفارتونو، کابل هوايي ډګر، ارګ او نورو ادارو امنیت ونیسي».

د کابل له سقوط وړاندې ددغو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې د حقاني شبکې مشرسراج الدین حقاني او د طالبانو نورو مشرانو هم ګډون کړی و.

په پرمختللو امریکايي وسلو، شپې لید عینکو، تکتیکي یونیفورمونو او ځانګړو موټرو مجهز دغه سرتېري په ښاري محیطونو کې د استوګنې او ځانګړو مهارتونو له املهد کابل د متنوع نفوس د امنیت او کنټرول لپاره د طالبانو نسبتا له ښاري ژوند سره بلد ځواک ګڼل کیږي.

په شمالي وزیرستان کې ددې قطعې د روزنې ځای د جلال الدین حقاني د منبع العلوم مدرسې لویدیز لور ته په یونیم کیلومټرۍ کې د ټاپو غره شاته و. بدرالدین په افغانستان کې د میشتو امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو خلاف په لسګونو پوځي عملیات پلان کړي وو. په دغو عملیاتو کې یو د ۲۰۱۴ کال په اګست کې په پخوانۍ مارشال فهیم اکاډمۍ کې پر بهرنیو مشاورینو برید هم شامل دی چې امریکایی جنرال هارلوډ ګرین پکې ووژل شو.

بدري ۳۱۳ قطعه د حقاني شبکې د ملا تیر ګڼل کیږي او که دا ځواک له دې ډلې واخستل شي، په نظامي برخه خپل قوت له لاسه ور کوي، خو ویل کیږي د بدري ۳۱۳ له انتقال وړاندې حقاني شبکې د متبادل په توګه د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې پر ځانګړو ځواکونو تمرکز ډېر کړی.

داسې ښکاري چې د طالبانو مشر غواړي دغه ډله اشخاصو او ګروپونو ته د تعهد پرځای تر خپلې مشرتابه او مستقیم کنټرول لاندې راولي
داسې ښکاري چې د طالبانو مشر غواړي دغه ډله اشخاصو او ګروپونو ته د تعهد پرځای تر خپلې مشرتابه او مستقیم کنټرول لاندې راولي

د واک متمرکز کولو هڅې

ملا هبت الله په تېره نومبر میاشت کېد یوه فرمان له لارې ددې ډلې د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو او د استخباراتو ادارېرییسنه د وسلو د وېش او له وسله تونونو د وسلو د اېستلو واکونه هم واخستل. طالبانو ظاهرا، د دغه فرمان هدف «د وسلو ښه مدیریت او خوندیتوب» او له وسلو د «ناوړه ګټې اخیستنې» مخنیوی وباله، خو شنونکي په دې باور دي، چې د طالبانو مشر په دې توګه د خپلو امنیتي مسوولانو واکونه کم کړل.

په وروستیو میاشتو کې د هبت الله اخوندزاده او کابل میشتو طالبانو، په ځانګړې توګه سراج الدین حقاني ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا رپوټونه ورکول کیږي، خو طالبان ظاهرا خپلمنځي اختلافات ردوي.

د روانې فبروري پر لومړۍ نېټه د طالبانو دفاع وزیر په یوه غونډه کې له خپل مشره د اطاعت تعهد تازه کړ او ویې ویل، چې « دا نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونه د امیرالمومنین په اطاعت کې دي، او ټول د امیر المومنینپوځ دی، لکه په ټوپک کې مرمۍ، داسې دده په لاس کې دي». نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې دوی د بل هیچا تر تاثیر لاندې نه دي او نه هم د خپل امیر له اطاعت پرته د چا «فرمایشات» مني.

د بدري ۳۱۳په تړاو د ملا هبت الله نوې پرېکړه د طالبانو د قدرت د لا متمرکز کېدو نښه ده او داسې ښکاري چې د طالبانو مشر غواړي دغه ډله اشخاصو او ګروپونو ته د تعهد پرځای تر خپلې مشرتابه او مستقیم کنټرول لاندې راولي.