طالبان وايي د کندز چاودنه ځانمرګی برید و
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/edb0201400ad5a5035ef72fdcd4020af571fb107-461x1024.jpg?rect=0,383,461,259&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
په کندز کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار اعلان وکړ چې د سې شنبې په ورځ د کابل بانک مخې ته چاودنه ځانمرګی برید و، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه پنځه نظامي او ملکي وګړي وژل شوي دي. ده وويل چې په بريد کې اووه تنه نور ټپيان شوي دي.
خو له دې مخکې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د برید مرګ ژوبله لوړه ده.
د کندز د حوزوي روغتون یوه عیني شاهد ویلي چې روغتون ته د ۱۴ تنو جسدونه ور وړل شوي دي. په همدغه روغتون کې یوې بلې سرچینې ویلي، چې تر دې دمه روغتون ته ۱۷ ټپیان ور وړل شوي.
دغه چاودنه نن سهار سې شنبې شاوخوا اته بجې د کندوز په مرکز کې د کابل بانک ودانۍ مخې ته هغه مهال وشوه، چې ګڼ کسان د خپلو معاشونو د اخیستلو لپاره ورغلي وو.
ځینو طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په برید کې د دوی کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او په کندوز کې د «۲۱۷ عمري قول اردو» روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
خو له دې وړاندې ورته بریدونه داعش وسله والې ډلې کړي دي.