پاکستان په ډسمبر میاشت کې پر ډیورنډ کرښه ۱۶ هوايي ګزمې او ۱۴ بريدونه کړي
د «طالب لیکس» په نامه هېکرانو د یورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستانې نظامیانو د سرغړونو او بریدونو د جزئياتو یو مکتوب خپور کړی. د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې پاکستان په ۶ ولایتونو کې د بې پيلوټه الوتکو ۱۶ ګزمې او له ډيورنډ کرښې دې خوا يې په ۴ ولایتونو کې ۱۴ توغنديز بریدونه کړي.
دغه ۶۴۲ ګڼه مکتوب د ۱۴۰۳ کال د مرغومې میاشتې په ۳مه د طالبانو امنیتی همکاريو او سرحدي چارو ادارې په پاکستان کې د طالبانو سفارت ته لېږلی او له هغوی یې غوښتې، چې د کوربه هېواد اړوند وزارت ته يې وليږي.
په مکتوب کې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر مياشتې له ۲۵ څخه بیا د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۳ مې پورې د پاکستاني ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو او د ډیورنډ کرښې څخه پر افغان خاوره د وسله والو بريدونو مکمل جزئيات او د سیمو (کوردینات) لیکل شوي دي.
په مکتوب کې په ډاګه شوې، چې په همدې جريان کې د پاکستان نظامي ځواکونو په پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، کندهار او هلمند ولایتونو کې د بې پيلوټه او جټ الوتکو ۱۶ هوايي ګزمې تر سره کړې دي.
د مکتوب د مالوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر مياشتې پر ۲۵ مه نېټه د پاکستان پوځ یوې الوتکې د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته نژدې خپل پوځيان کښته کړل او په سيمه کې يې دوه کورونه وسوځول.
د مالوماتو پر بنسټ، له همدې پيښې سره هم مهاله دوو بې پيلوټه الوتکو پر پاکستاني نظاميانو پهره کوله.
په مکتوب کې راغلي، چې د ډسمبر میاشتې پر ۲۶ مه نېټه د پاکستان بې پیلوټه الوتکو په جلا وختونو کې د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ، د پکتیکا په برمل او شکین ولسواليو او د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې هوايي ګزمې کړې.
د مالوماتو له مخې، د همدې میاشتي په ۲۷ مه دوو بې پيلوټه پاکستانۍ الوتکو د کندهار په شورابک، په ۲۸مه نېټه د پکتیکا په شکین، په ۲۹مه نېټه د پکتیا په ډنډ پټان او د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هم ګزمې تر سره کړې دي.
پاکستاني بې پیلوټه الوتکو د ډسمبر مياشتې په ۳۰ مه د هلمند په بهرامچه، د خوست په ګربز، د پکتیا په اریوب ځاځیو ولسواليو او د غزني پر مرکز هم هوایي ګزمې کړې دي.
په دغه مکتوب کې طالبانو د پاکستان دغه کړنې د افغانستان د فضايي حریم ښکاره سرغړونه ياده کړې ده.
طالبانو په خپل دې ۶ مخیز مکتوب کې په بشپړو جزئياتو سره ليکلي، چې د پاکستان پوځيانو له ډيورنډ کرښې دې خوا د پکتیا، پکتیکا، خوست او کونړ بيلابيلو سيمو ته توغندي توغولي او د طالبانو پر تاسیساتو يې هم وسله وال بريدونه کړي دي.
په مکتوب کې راغلي، چې د ډسمبر مياشتې پر ۲۵مه نېټه پاکستاني پوځيانو له ډيورنډ کرښې څخه د خوست پر عليشير او سپيرې او د پکتیکا پر برمل ولسوالیو توغندي توغولي دي.
په دغه سند کې پر افغان خاوره د پاکستاني پوځیانو د سپکو او درندو وسلو د بريدونو اړوند راغلي: « د ډسمبر په ۲۷مه د پکتیا د ډنډ پټان، په ۲۸مه د پکتیکا په شکين، د پکتیا په اريوب ځاځي، د خوست په ځاځي میدان او ګربز او په ۳۰مه د کونړ سرکاڼو ولسواليو کې د هاوان د مرمیو بریدونه کړي.»
طالبانو ویلي، چې د پاکستان د همدې سرغړونو په اړه يې اندېښنه ښودلې او خپل اعتراض يې هم څرګند کړی خو تر اوسه کوم پرمختګ نه دی لیدل شوی.
د طالبانو د دې افشاشوي مکتوب په وروستۍ برخه کې راغلي، چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې دا ډول ترینګلتیاوې د دواړو هېوادونو په زيان دي، چې باید مخه یې ونیول شي.
پر افغان خاوره د پاکستان د بې پيلوټه الوتکو د ګزمو او ډيورنډ کرښې څخه د بريدونو مکتوب په داسې حال کې افشا کيږي، چې افغانستان انټرنشنل څو ځله په همدې سيمو کې د بي پيلوټه الوتکو د ګزمو خبرونه ورکړي دي.