واحدالله نژند له ازادو سیالیو سره مخه‌ښه کوي

د اېم‌‌اېم‌اې ازادو سیالیو نوموتی افغان لوبغاړی ۳۱ کلن واحدالله نژند وايي، چې د ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې په ۱۶مه به خپله وروستۍ سیالي ترسره کړي او په وینا یې، نور له خپل دغه لوبیز ژوند سره مخه‌ښه کوي.

نژند چې په ازادو سیالیو کې یې ۱۱ لوبې کړي او نهه ځلې د خپلو سیالانو پر وړاندې بریا ته رسېدلی، له دغو لوبو سره د مخه‌ښې لامل په جلاوطنۍ کې د ژوند کولو ننګونې او شخصي ژوند ته پاملرنه یادوي.

ټاکل شوې، چې نوموړی افغان لوبغاری د جرمني دورتموند ښار د اېم‌اېم‌اې سیالیو په ویسټفالن لوبغالي کې د اوکټاګون ازادو مبارزو سازمان په ۶۹م پړاو لوبو کې له خپل تجربه‌لرونکي او قوي سیال محمد ګرابینسکي سره مخ شي.

د یادونې ده، چې نژند په وروستي ځل په اوکټاګون سازمان کې د ۱۴۰۳ کال د وږي په ۱۷مه، مېکس هانډانجیک ته د لوبې په لومړۍ برخه کې د سبمیشن حرکت له لارې ماتې ورکړې وه.

هېره دې نه وي، چې واحدالله نژند لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د ازادو سیالیو په اوکټاګون سازمان کې یې سیالي کړې ده.

نوموړی لوبغاړی د ۲۰۲۱ کال پرمهال له افغانستان څخه ووت او دا مهال په جرمني کې ژوند کوي.