پاکستان طالبانو ته: ټيټيپي په دوو اونیو کې له افغان خاورې څخه ۲۲ بریدونه کړي
د «کابللیکس» هېکرانو د یو بل افشا شوي سند له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ته په یوه لیک کې ویلي، چې ټيټيپي د ۲۰۲۴ کال د جون له ۱۶مې تر ۳۰مې د پولې او شاوخوا سیمو په اوږدو کې د افغانستان له خاورې لږترلږه ۲۲ ترهګریز بریدونه کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۲۴مه په اسلاماباد کې د طالبانو سفارت ته د دغو بریدونو یو نوملړ لېږلی او له دغې ډلې یې غوښتي، چې د دا ډول پېښو د تکرار مخه ونیسي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نوملړ پر بنسټ، ټيټيپي وسلهوالو د دوو اونیو په موده کې د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان، سوېلي وزیرستان، خېبر، کُرمه، بنو، اورکزيو، ټانک، دېره اسماعیل خان او باجوړ کې بریدونه کړي دي.
طالبانو ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لېږل شوی لیک
پاکستان په دغه لیک ویلي، هغو وسلهوالو چې دا بریدونه یې ترسره کړي د محسود، حافظ ګل بهادر او عالم خان ډلو اړوند دي.
پاکستان ادعا کړې، چې د دې ډلو مشران د افغانستان په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې اوسېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه لیک په اسلاماباد کې د طالبانو سفارت په کابل کې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت ته لېږلی دی.
په لیک کې راغلي، پاکستان ادعا کړې چې په افغانستان کې مېشتو وسلهوالو ډلو د دوو اونیو په ترڅ کې په سرحدي سیمو کې ۲۲ بریدونه کړي دي.
د پاکستان په خاوره کې د وسلهوالو بریدونو په تړاو په اسلاماباد کې د طالبانو سفارت لیک
پاکستان په وار - وار پر افغان طالبانو تور لګولی، چې په افغانستان کې یې د ټيټيټي ډلې جنګیالیو ته پناه ورکړې ده.
پاکستاني چارواکي وايي، چې ټيټيپي د پاکستان په خاوره کې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره له افغان خاورې کار اخلي، خو طالبانو بیا دا ادعا رد کړې ده.