د سي اېم اېس مشره ICC ته: افغان ښځو ته د لوبو اجازه ورکړئ یا تاسو هم د طالبانو اطاعت وکړئ

د برېتانیا د سپورټ او رسنۍ کلتوري یا د سی اېم اېس کمېټې مشره وایي، چې حکومت دې له نورو سره یو ځای د ښځو او نجو لپاره ودرېږي. هغې له کرېکټ نړۍوالې شورا او فیفا وغوښتل، چې د جنسیتي مساواتو په اړه خپل قوانین پلي کړي او افغان مېرمنو ته د لوبو اجازه ورکړي.

اغلې کارولین ډیننایج وایي: «زموږ حکومت باید له نورو ډېموکراسۍ سره یوځای د ښځو او نجونو د حقونو لپاره ودرېږي او د کرېکټ له نړۍوالې شورا او نورو سپورټي ادارو دې وغواړي چې یا دې د جنسیتي مساواتو په اړه خپل قوانین پلي کړي او افغان مېرمنو ته د لوبو اجازه ورکړي او یا هم د طالبانو اطاعت دې وکړي.»

د سپورټ او رسنۍ کلتوري کمېټې د سې شنبه په ورځ د سي اېم اېس لپاره د برېتانیا د لېبرال ګوند سیاستوالې لیزا نندي یو لیک خپور کړ، چې د نړۍوالو سپورتي سیالیو د بایکاټ کولو په اړه د حکومت دریځ په اړه د انګلستان د نارینه کرېکټ ټیم د مخ په زیاتیدونکي غوښتنې په ځواب کې د افغانستان سره د دوی راتلونکې سیالۍ بایکاټ کوي.

په افغانستان کې د طالبانو له لورې په ښځو او نجونو د سختو بندیزونو له امله د برېتانیا پارلمان ۱۶۰ غړو له برېتانیایي لوبډلې تېره میاشت د جنورۍ په ۲۰مه نېټه غوښتي وو، چې له افغانستان سره په راورانو چمپينز ټرافي سیالیو کې ونه لوبیږي، خو د برېتانیا کرېکټ بورډ دغه غوښتنه رد کړه.

د سي اېم اېس کمېټې له لیزا نندي د برېتانیا د لېبرال ګوند سیاستوالې، چې د ۲۰۱۰ کال راهیسې د ویګان سیمهکې د پارلماني غړې په توګه خدمت کوي غوښتي، چې دغو پوښتنو ته ځواب ووایي:

په کومو شرایطو کې حکومت له افغان ملي لوبډلې سره زموږ د لوبډلې د لوبو د تحریم ملاتړ وکړي؟

ایا حکومت د کرېکټ نړۍوالې شورا، د فوټبال نړۍوال فدراسیون او د المپیک نړېوالې کمېټې استازولي وکړي، تر څو په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ته یوه ثابته حل لار پیدا شي؟

ایا حکومت د سپورټ ځواک د راټولولو لپاره داسې پلانونه لري، چې له هغې طریقه د هېوادونو د همغږۍ اېتلاف رامنځته کړي؟

د دغو پښتنو په ځواب کې اغلې نندي وویل، چې حکومت د خپل دریځ پر ځای دی او هېڅکله به د بایکاټ ملاتړ ونه کړي او دا د برېتانیا او ویلز د کرېکټ بورډ او فوټبال اتحادیې مسوولیت دی، چې له خپلو نړۍوالو همکارانو سره اړیکه ونیسي.

هغې وویل: «موږ دا منو چې بایکاټونه یوه پیاوړې سمبولیکه وسیله کېدلی شي، مګر نه باید د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو ظالمانه کړنو په بدل کې افغان کرېکټ لوبغاړي مجازات شي.»

نندي د کرېکټ نړۍوالې شورا باندې هم نېوکه کړې، چې خپل اصول او قواعد په سمه توګه نه پلي کوي.

هغې له کرېکټ نړۍوالې شورا او فیفا غوښتي، چې د نجونو ټیمونه په رسمیت وپیژني.

د سی اېم اېس کمېټې مشرې کارولین ډیننایج وویل، زموږ حکومت له نورو ډېموکراسۍ سره باید یوځای د ښځو او نجونو د حقونو لپاره ودرېږي او د کرېکټ نړۍوالې شورا او نورو سپورټي ادارو ته ووایي، چې یا د جنسیتي مساواتو په اړه خپل قوانین پلي کړي او افغان مېرمنو ته د لوبو اجازه ورکړي، یا هم د طالبانو اطاعت دې وکړي.»

په ۲۰۲۰ کال کې په کرېکټ بورډ کې ۲۵ ښځینه لوبغاړې وې، خو له یاد شمېر څخه ډېری لوبغاړې یې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په اسټرالیا او کاناډا هېوادونو کې په تبعید کې ژوند کوي.

یاده دی وي، چې انګلستان کرېکټ بورډ تایید کړې، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو له سرغړونو له امله د افغان کرېکټ لوبډلې سره په اتلانو جام (چمپینز ټرافي) کې سیالي نه لغوه کوي.

د اتلانو جام سیالۍ د فېبرورۍ په ۲۶ مه په لاهور کې پیلېږي.