د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۸۴ افغان بندیان خوشې شول
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/1090aa720b8c5ce7b33116ae748d8b38a5b053ea-884x588.jpg?rect=0,46,884,497&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو ۸۴ تازه خوشې شوي افغان بندیان (د سلواغې په ۲۲مه) افغانستان ته راستانه شول.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، ۱۱ کورنۍ چې ټولټال ۴۴ کسان کېږي له ۴۰ نورو بندیانو سزه چې تازه د پاکستان له زندانونو خوشې شوي وو؛ هېواد ته راستانه شول.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور د دغه هېواد د پولیسو لهخوا نیول شوي وو.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې دغه کسان له دوو ورځو تر یوې میاشتې د پاکستان په زندانونو او حاجي کمپ کې بندیان وو.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (د سلواغې په ۲۰مه نېټه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې د پاکستان حکومت یوازې د ۲۰۲۵ کال د پیل په یوه میاشت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ زره او ۳۰۰ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.
د ملګرو ملتونو راپور کاږي، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې له دغه هېواده تر ۸۲۵،۶۰۰ ډېر افغان وګړي افغانستان ته ستانه کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو خپلسرې نیونې او جبري اېستل دې ودروي.