ډبلیو اېچ او: دایکنډي ولایت کې مو ۲۵ قابلو ته د «سالم روغتیایي فکر» پروګرام روزنه ورکړې
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/4f8a7696d12970ddd7f9e7a0961ef7b63e749007-1280x716.jpg?rect=4,0,1273,716&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې په افغانستان کې د مېندو لپاره د ملاتړ کوونکي چاپېریال د رامنځته کولو او د مور او ماشوم د روغتیا پایلو د ښه کولو لپاره یې په دایکنډي ولایت کې ۲۵ قابلو ته د «سالم روغتیایي فکر» پروګرام روزنه ورکړې.
د روغتیا نړۍوال سازمان پر اېکس پاڼه کاږلي، تر دغه پروګرام وروسته به دغه روغتیاپالې وشي کړای؛ هغو مېندو ته جلسې او مشورې چمتو کړي، کومې چې د روغتیا په برخه کې له رواني ستونزو کړېږي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې دغه پروګرام د زېږون دمخه خپګان کمولو او په ملاتړ شوي روغتیایي مرکزونو کې د مېندو رواني روغتیا ښه کولو لپاره یو ښه فرصت دی.
دغه پروګرامونه داسې مهال جوړېږي، چې ملګرو ملتونو ویلي و افغانستان اوسمهال د ۱۸ زره وړو روغتیاپالو له کمښت سره مخ دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان د اټکلونو له مخې، د هرو ۱۰۰ زره ماشونو د زېږون پرمهال ۶۲۰ افغان مېندې مري او یوه ستره برخه مېرمنې په نامسلکي روغتیايي چاپېریال کې ماشومان زېږوي.
له بل پلوه د نامعلومو هېکرانو ډلې «طالب لیکس» لهخوا په خپرو شویو سندونو کې راغلي و، چې پر ښځو د ملاهبت الله له بندیزونو سره، سره طالبان د متخصصو ښځینه ډاکټرانو روزنې پسې لالهانده ګرځي.
د هېکرانو ډلې لهخوا په افشا شویو سندونو کې یو هم په پکتیا ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست اړوند یو مکتوب دی، چې پکې یې خوست ولایت کې د دغې ډلې د عامې روغتیا ریاست څخه غوښتي چې د نري رنځ اړوند د ظرفیت لوړونې یو روزنیز پروګرام ته دې ورته ښځینه متخصصې ډاکټرانې پیدا کړي.