د یوې موسسې مشرې طالبانو ته د «لابيګرۍ» په بدل کې د مرستې غوښتنه کړې
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/4913223a4f4cdac413c19d52d644fda8ac975298-1126x1600.jpg?rect=0,285,1126,634&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
د «کابللیکس» هېکرانو د افشاشویو اسنادو په لړ کې یو هم د ويډياو(VDO) په نوم د یوې نادولتي موسسې مشرې، «مدینه محبوبي» او د طالبانو د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت د غړو ترمنځ د پروژو پر پليکېدو ګډه ناسته شوې ده.
په دې ناسته کې مېرمن محبوبي ویلي، چې په موسسه کې یې نږدې اته سوه کسان کار کوي او ادعا یې کړې، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې پر دوه سوه زرو افغانانو بشرپاله مرستې وېشلي دي.
په مکتوب کې د مدینه محبوبي له قوله لیکل شوي، چې هغې له درې سوو ښوونخیو سره لازمې مرستې کړي او ۱۱ زرو ماشومانو ته یې د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
په مکتوب لیدل کېږي، چې نوموړې له طالبانو غوښتي څو له موسسې یې ملاتړ وکړي او هغه به یې په بدل کې په نړۍوالو ناستو او کنفرانسونو کې د دغې ډلې ګډون ته زمینه برابره کړي.
مدینه محبوبي د ملګرو ملتونو له بشرپاله سازمان سره ځان د افغان موسسو استازې بللې او ادعا یې کړې، چې د افغانستان د خلکو غږ پورته کوي.
د نادولتي موسسو د مالکانو او طالبانو ګډې ناستې شکمنې بلل شوي او راپورونه شته، چې د موسسو مالکان له دغې ډلې سره خواخوږي دي، څو له دې لارې له نړۍوالو سازمانونو ترلاسهکوونکې پروژې پلې کړي.
دغه مکتوب چې د ۱۴۰۳ کال د پنځمې میاشتې په ۱۰مه صادر شوی پهکې د طالبانو او د یوې موسسې له څښتنې سره د ناستو جزیات په ګوته کوي.
په دغه مکتوب کې لیکل شوي، چې مدینه محبوبي ته په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د ملاتړې لقب ورکړل شوی دی.
د یادونې ده، چې تېره اوونۍ ناڅرګندو هېکرانو د طالبانو پر اطلاعاتي زېرمو سایبري برید وکړ او د دغې ډلې د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعاتو او کلتور، مخابراتو، کانونو، امربالمعروف وزارتخونو، سترې محکمې او شمېر نورو بنسټونو اسناد یې د «کابللیکس» په نوم پر یوې وېبپاڼې خپاره کړل.
ورته مهال، طالبانو هم دا پېښه منلې او زیاته کړې یې ده چې د دغې ډلې یو شمېر اسنادونه افشا شوي او په وینا یې، د دغو اسنادونو کمپيوټرونه له امنیتي خوندیتوب څخه بېبرخې وو.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/4913223a4f4cdac413c19d52d644fda8ac975298-1126x1600.jpg?rect=0,483,1126,634&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/e7dadc442cc64ed9b8129f2e1cb42e591ed5961f-1178x1463.jpg?rect=0,401,1178,663&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)