په سيستان او بلوچستان كې ۱۷۲ نیول شوي افغان كډوال افغانستان ته لېږل کېږي

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل ښار د پولیسو قوماندان وايي، چې امنیتي ځواکونو په تېره یوه اوونۍ کې ۱۷۲ بې اسناده افغان کډوال نیولي دي.

د ایران دغه چارواکی وایي، چې یاد شمېر افغان کډوال د اېستلو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل ښار د پولیسو قومندان علي اکبر حبیبفر د دوشنبې په ورځ (د ډسمبر ۲۲مه) رسنیو ته وویل، هغه افغان کډوال چې د اوسېدو اسناد نه لري د امنیتي ځواکونو له خوا د ټولنیز امنیت د ښه والي د پروژې له پلي کېدو وروسته نیول شوي دي.

دغه ایراني چارواکي زياته کړه، چې تېره اوونۍ ددغه پلان د پلي کولو په موخه د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ١٥ تنه غله، اووه تنه د نشه يي توکو پرچون پلورونکي او ١١٦ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان ونيول شول.

هغه له ایراني وګړو هم وغوښتل، چې په دغه ښار کې د بې اسنادو کډوالو د لیدلو په صورت کې امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.

د دغو کډوالو له نیول کېدو سره سم، د خراسان رضوي ولایت د تایباد ښار څارنوال حجت صدیقي د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې په واورو او یخنۍ کې د بند پاتې ۲۵۰ افغان کډوالو د ژغورنې او اېستلو اعلان وکړ.

ده وويل، چې دغو افغان کډوالو غوښتل چې په ناقانونه توګه ايران ته ننوځي.

په دې وروستیو کې ایران د بې اسنادو کډوالو د اېستلو بهیر خورا زیات کړی دی.

تر دې مخکې د تهران والي محمد صادق معتمدین د ثور د میاشتې په شپاړسمه اعلان وکړ، چې د روان هجري لمریز کال له پیله تراوسه یوازې له تهران څخه څه د پاسه درې سوه زره افغان کډوال نیول شوي او شړل شوي دي.

هغه خبرداری ورکړ، چې د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو ګومارنه د کار ګمارونکو لپاره د درنو جریمو تابع دی.