په ایران کې د طالبانو ډېپلوماتان هره میاشت له ۲۴۰۰ ډالرو ډېر معاش اخلي
د طالبانو د افشا شویو اسنادو له مخې، په تهران کې د طالبانو په سفارت کې ددې ډلې ډېپلوماتان د میاشتې له ۲۴۰۰ ډالرو ډېر معاش اخلي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په لیک کې راغلي چې ددې ډلې د پوهنې اتشې، دوو مامورینو او دوو کارمندانو د دریو میاشتو ټول معاش شاوخوا ۲۵ زره ډالره دی.
دا سند چې د ۱۴۰۳ کال د مرغومي پر ۱۲مه په تهران کې د افغانستان سفارت ته لیکل شوی، د پوهنې وزارت د هغه لیک له مخې چې د مرغومي پر ۱۹مه وزارت ته لېږل شوی، د تلې، لړم او لیندۍ میاشتو کې د پوهنې اتشې دوو مامورینو او دوو سیمه ییزو کارکوونکو معاشونه مشخص کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په سند کې راغلي چې په تهران کې د طالبانو د پوهنې اتشه احسان الله خطاب درې میاشتنی معاش ۷،۵۲۷ ډالر او ۷ سینټه دی او د یادې ډلې د پوهنې اتشې مامورینو کفایت الله مظهري او محمود هاشمي هر یوه معاش ۷،۳۰۳ ډالر او ۵ سینټه دی.
په سفارت کې د پوهنې اتشې په څانګه کې د دوو سیمه ییزو کارکوونکو معاش هم یو زر و ۱۲۷ ډالر ښودل شوی دی.
په دغه سند کې، چې ناڅرګندو هېکرانو خپور کړی او افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی، په تهران کې د طالبانو له خوا اداره کیدونکي افغان سفارت د دریو ډېپلوماتانو او ځایی کارکوونکو لپاره د "معاشونو او طبي لګښتونو" لپاره ټولټال ۲۴ زره او ۳۸۸ ډالره ذکر شوي دي.