په علم کې د نجونو او ښځو د رول لوبولو نړۍواله ورځ او د نجونو پرمخ د ښوونځیو بندې دروازې

د فېبرورۍ ۱۱مه په علم کې د نجونو او ښځو د رول لوبولو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په نړۍ کې په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې له درې نیمو کلونو راهیسې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې دي.
د فېبرورۍ یوولسمه په ساینس کې د نجونو او ښځو د رول لوبولو نړۍوالۍ ورځې په نوم نومول شوې ده او هر کال دغه ورځ په بېلابېلو ساینسي برخو کې له نارینه وو سره د ښځو او نجونو د مساوي لاسرسي او ونډې د اړتیا او اهمیت د څرګندولو په موخه نمانځل کېږي.
دغه ورځ لس کاله وړاندې د ملګرو ملتونو له خوا ساینس او ټکنالوژۍ کې د ښځو د حیاتي ونډې په توګه ونومول شوه.
د یاد سازمان سرمنشي انټوني ګوټرېش د دغې ورځې په مناسبت ویلي، چې ښځو او نجونو ته به هغه ساینسي علوم برابر کړي، چې دوی یې مستحق او نړۍ ورته اړتیا لري.
د دغې ورځې موخه د ښځو او نجونو د علمي فعالیتونو ستاینه،د مساوي فرصتونو برابرول، د فرصتونو برابرول، د ټولنیزو خنډونو لېرې کول،د یوې پرمختللې او پر ځان بسیا ټولنې جوړول، د پوهاوي لوړول او الهام ورکول او دغه راز د دوی د ساینسي کارونو نندارې ته وړاندې کول دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې ورځې په مناسبت ویلي، چې په علمي برخو کې د ناریمه و تر څنګ د ښځو او نجونو ونډه د یوه هېواد د پرمختګ او پراختیا لپاره لومړی شرط ګڼل کېږي.
حامد کرزي د سې شنبه په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي: «د یوې ټولنې د علمي او متخصص بشري منابعو درلودل چې نارینه او ښځینه دواړه ولري، له بهرنیو اړتیاوو څخه د خلاصون عامل او د ځان بسیاینې په لور لومړی ګام دی..»
ښاغلي کرزي پر خپلې اېکس پاڼې د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم د انځور په خپرولو د دې ورځې په مناسبت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د نجونو پر مخ خلاصې شي.
د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم چې له ۲۰۱۷کال راهیسې نړۍوالې لاسته راوړنې لري، د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده ووت چې اوس مهال قطر، مکسیکو او نورو هېوادونو کې له ناڅرګند وضعیت سره مخ دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې بندې کړې، حامد کرزي په کراتو د نجونو پر زده کړو ټېنګار کړی او د دغې ډلې له مشرانو یې غوښتي چې د نجونو پر مخ دې د زده کړو دروازې خلاصې کړي.