سندونه: د طالبانو په امربالمعروف وزارت کې طالبان له دولتي بودجې خپل شخصي موټرونه ترمیموي

د هېکرانو یوې ډلې «طالب لیکس» له‌خوا په خپرو شویو سندونو کې راغلي، چې د طالبانو په امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت کې طالبان له دولتي بودجې خپل شخصي موټرونه ترمیموي او تېل یې هم کاروي.

په دې اړونده خپاره شوي مکتوب کې د طالبانو د یاد وزارت له بېلابېلو معینیتونو، ریاستونو او ادارو غوښتل شوي، چې د دغه وزارت په بودجه دې د خپلو شخصي موټرو د ترمیم او ورته د تېلو اچولو څخه ډډه وکړي.
همدا راز مکتوب څخه انګېرل کېږي، چې د دغه وزارت یو شمېر غړي دولتي موټر په شخصي توګه کاروي‌ او ان د دولتي موټر چلوونکو پر ځای یې ورته شخصي هغه ګومارلي دي.
په مکتوب کې راغلي، چې د رسمي وخت څخه وروسته که هر کارېدونکی دولتي موټر خرابېږي؛ نو د ترمیم مسوولیت یې د دغه وزارت پر غاړه نه دی.
په مکتوب کې دا هم راغلي، چې له رسمياتو وروسته که د شخصي موټرچلوونکي له لوري دولتي موټر ټکر شي؛ نو دوی یې د جوړېدو مسوولیت نلري او د جوړېدو مسوولیت یې د هماغه چلوونکي او کاروونکي پرغاړه دی.

تېره ورځ هم د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر د رسنیو هغه راپورونه او ادعاوې بې بنسټه یادې کړې، چې پکې راغلي ویل شوي و چې د دغې ډلې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو ته زغروال موټر او وسلې ورکړل شوې دي.
د ښاغلي خیبر په وینا، په مرکز او ولایاتو کې د دغه وزارت هیڅ یو چارواکی زغروال ګاډی او وسله نلري.
هغه زیاته کړې، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبین د نورو وزارتونو له کارکوونکو هیڅ ډول لوړوالی نه‌لري او په وړیا ډول په پوځي مرکزونو کې د دوی د وړیا درملنې راپورونه هم بې بنسټه دي.