افشا شوي سندونه؛ د طالبانو مشر په لغمان کې د «فراشغان» په نوم نوې ولسوالي جوړه کړې ده
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/a5ca5e4508015776da614e0647b0fe2525fe9b34-781x1080.jpg?rect=0,321,781,439&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
د هېکرانو یوې ډلې «طالب لیکس» لهخوا په افشا شویو اسنادو کې د کورنیو چارو وزارت یو مکتوب د ملاهبت الله د هغه حکم اړوند دی، چې له مخې یې په لغمان ولایت کې د «فراشغان» په نوم د نوې ولسوالۍ د جوړېدو امر ورکړی دی.
په دغه مکتوب کې ویل شوي، چې یاده ولسوالي د طالبانو د واکمنۍ دوام لپاره سیاسي ارزښت ورکوي او دوی لا پیاوړي کولای شي.
په مکتوب کې دارنګه راغلي، چې په لغمان کې د طالبانو والي او د سیمې خلکو د یادې ولسوالۍ د جوړېدو په تړاو له ملا هبت الله څخه غوښتنې کړې وې.
په دې تړاو یو بل مکتوب هم شته، چې د طالبانو د لوړو زدهکړو سختدریځي وزیر ندا محمد ندیم په ګډون د یادې ډلې د یو شمېر نورو وزارتونو د وزیرانو لاسلیک هم پکې شته او له ملا هبت الله څخه یې د یادې ولسوالۍ د منظورۍ غوښتنه کړې ده.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/a5ca5e4508015776da614e0647b0fe2525fe9b34-781x1080.jpg?rect=0,321,781,439&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
په دغه مکتوب کې راغلي، چې دغه ولسوالي دې د ۱۴۰۴کال په تشکیل کې ونیول شي.
فراشغان تر دې وړاندې د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ اړوند یوه دره وه، چې طالبانو په ولسوالۍ بدله کړه.