د طالبانو افشا شوي اسناد؛ د ای اېس ای د مشر فیض حمید زنداني کول سیاسي مسله ده
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/1860d0cacbd6e1efb530ec7167818a7357da2bb7-800x450.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د نامعلومو هېکرانو ډلې «طالب لیکس» لهخوا په خپرو شویو سندونو کې راغلي، چې طالبانو د ای اېس ای یا د پاکستان د څارګرې ادارې پد خواني مشر فیض حمید زنداني کېدل سیاسي مسله بللې ده.
د پاکستان پوځ د تېر ۲۰۲۴ کال د اګسټ په ۱۲مه خبر ورکړی و، چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د واکمنۍ پر مهال د دغه هېواد د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر متقاعد جنرال فیض حمید یې له واک څخه د ناوړه کټې اخیستنې له امله نیولی دی.
د طالب لیکس له لوري په افشا شویو اسنادو کې یو هم د طالبانو د اسلام اباد سفارت او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت اړوند معلوماتي مکتوبونه دي.
په دغو مکتوبونو کې په پاکستان کې د طالبانو سفیر کابل په یاد هېواد کې له هر ډول سیاسي بدلون او وضعیت څخه په جریان کې ساتلی.
په یوه مکتوب کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب د بهرنیو چارو وزارت ته لیکلي، چې په پاکستان کې د څارګرې شبکې ای اېس ای پخواني مشر فیض حمید نیول کېدل سیاسي انګیزه لري او دا قضیه هېڅ ډول جرم پورې تړلې نه ښکاري.
په مکتوب کې لیکل شوي : «ښايي د فیض حمید نیول کېدل د پخواني لومړي وزیر عمران خان سره د هغه د نږدې اړیکو او خواخوږۍ له کبله وي.»
په یاد مکتوب کې همداراز ویل شوي، چې پاکستان په دغه هېواد کې د انټرنیټ پر کارولو، وټس اپ او یو شمېر نورو خواله رسنیو محدودیتونه وضع کړي، چې ښايي لامل یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري د پراخو لاریونونو یا تبلیغاتو مخنیوی وي.
د پاکستان د پوځ رسنیزې څانګې په خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې د پوځي محکمې له مخې فیض حمید د پوځ له لورې توقیف شوی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې هغه له تقاعد کېدو راهیسې د پاکستان د اردو له قانون څخه "ګڼې سرغړونې" کړي دي.
یاده دې وي، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر فیض حمید په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ترلاسه کولو سره هم مهاله د کابل په سرینا هوټل کې د چایو له پیالې سره راڅرګند شو او ویې ویل چې، ''خواشیني کېږئ مه هر څه به سم شي''.
په کابل کې د طالبانو واک ته رسېدو سره یو ځای د فیض حمید دغه ډول راڅرګندېدل په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شول.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/2c06c31ee9eef82ecf602317d2b105f1726eb132-1170x1591.jpg?rect=0,467,1170,658&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)