هبتالله خپل ویاند ته ویلي چې د دوی له لیدلوري پرته پر نورو مسایلو د غږېدو اجازه نهلري
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/ae8dfd88abed20278a8e6d5ead301231b604b59e-1185x1583.jpg?rect=0,459,1185,667&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
د «کابللیکس» په نوم د ناڅرګندو هېکرانو له خوا په افشا شویو اسنادو کې یو هم د طالبانو مشر ملا هبتالله هغه فرمان شامل دی، چې پر خپل ویاند ذبیحالله مجاهد او د دغې ډلې د بېلابېلو وزارتخونو پر ویاندویانو یو شمېر بندیزونه لګېدلي دي.
د هبتالله د دغه فرمان پر بنسټ، مجاهد ته هم سپارښتنه شوې چې د هغو مسایلو په تړاو دې له خبرو کولو ډډه وکړي، چې د دغې ډلې سیاسي او ټولنیز لیدلوری پهکې روښانه نه وي.
په دغه فرمان کې ویل شوي، چې ویاندویان یوازې هغه ویناپاڼې نشرولای شي چې د طالبانو مشر له خوا تایید شوي وي.
په یاد فرمان کې همداراز راغلي، چې د وزارتخونو او بېلابېلو ادارو ویاندویانو د خپلو ادارو له کاري چتر څخه بهر هېڅ ډول رسنیز فعالیتونه نه شي کولای.
همداراز د یاد فرمان په سرلیک کې زیاته شوې، چې په ټولنیزو مسایلو کې یوازې ملا امام بشپړ واک لري او نور هېڅوک اجازه نه لري څو په ټولنیزو مسایلو کې د ملا امام مخالفت وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د هېکرانو یوې ناڅرګنده ډلې د طالبانو پر معلوماتي شبکو سایبري برید وکړ او د دغې ډلې د ۲۱ وزارتخونو او خپلواکو ریاستونو یو شمېر سندونه یې په انټرنېټ کې خپاره کړل.
د طالبانو د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعاتو او کولتور، مخابراتو، کانونو، امربالمعروف وزارتخونې او ستره محکمه هغه مهم بنسټونه بلل کېږي چې هېکرانو یې اسناد خپاره کړي دي.
له دې پېښې وروسته د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت هم ومنله چې د دغې ډلې یو شمېر اسنادونه افشا شوي او په وینا یې، د دغو اسنادو کمپيوټرونو امنیتي خوندیتوب نه درلود.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/ae8dfd88abed20278a8e6d5ead301231b604b59e-1185x1583.jpg?rect=0,459,1185,667&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/1700e0369572b168faa4ef4230f2d7639d98df6f-1116x1600.jpg?rect=0,486,1116,628&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)