معترضې ښځې: د زېږون پرمهال د مېندو مړینه کې زیاتوالی، د طالبانو د ظالمانه پالیسیو پایله ده
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/69a47e2bfd43dc8bd1a4082cbfdad55f2546324f-714x429.jpg?rect=47,0,620,349&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ارغواني شنبو غورځنګ د زېږون پرمهال د مېندو د مړینې د زیاتوالي په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې دا د طالبانو د ظالمانه پالیسیو مستقیمه پایله ده چې ښځې یې د زده کړې او روغتیایي پاملرنې په برخه کې له خپلو حقونو محرومې کړې دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې د هرو ۱۰۰۰۰۰ زېږونونو پرمهال ۶۰۰ مېندې مري.
دغه غورځنګ پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو لهخوا د ټولنې څخه په سیسټماټیکه توګه د ښځو ګوښه کېدل د بې شمېره غمیزو لامل شوې او نړۍواله ټولنه او ملګري ملتونه هم د افغانستان د ښځو د خوندیتوب په برخه کې پاتې راغلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له زدهکړو د نجونو منعه کېدو پایلې په ځانګړي ډول په روغتیا سکتور کې ویجاړونکې دي.
خبرپاڼه کاږي، چې په روغتیایي برخه کې ښځې له زدهکړو منع کولو سره افغانستان د ښځینه ډاکټرانو او روغتیاپالانو له سخت کمښت سره مخ دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دې چارې په هېواد کې د مېندو د مړینې کچه په ګواښوونکې توګه لوړه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان مېرمنو چې یو وخت د نړۍوال ملاتړ تمه لرله، اوس د یوازېتوب احساس کوي.
خبرپاڼې کاږلي، چې د نړۍوالې ټولنې لهخوا د پیاوړي او پرېکنده اقداماتو په پلي کولو کې پاتې راتلل یوازې طالبان زړور کړي او د افغانستان د ښځو کړاوونه یې نور هم زیات کړي دي.
دغه غوزځنګ وایي، نړۍ نشي کولی د افغانستان د ښځو وضعیت له پامه وغورځوي.
خبرپاڼه زیاتوي:« افغان مېرمنې د خواخوږۍ غوښتنه نه کوي؛ بلکې دوی د عدالت غوښتنه کوي.»
دغه غورځنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره دې کوټلي ګامونه اوچت کړي.