د پښتون قومي جرګه: که د پي ټي اېم غړي را خلاص نه شي نو پراخ لاریونونه به وکړي

نن د خېبر پښتونخوا په خېبر دروازه کې د پښتون قومي جرګې له لورې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د نیول شویو غړو د خلاصولو په موخه اعتراضیه غونډه کړې. د غونډې ګډونوالو ګواښ کړی که حکومت ددغه غورځنګ غړي راخلاص نه کړي نو په ټوله پښتونخوا کې به لاریونونه ترسره کړي.

نننۍ اعتراضیه غونډه د پښتون ژغورنې غورځنګ د نیولو شویو غړو علي وزیر، ملک نصیر، حاجي صمد خان، مصطفی پشتین او حقیار مسعود د خلاصولو په موخه جوړه شوې وه، چې د خېبر د ولسونو ترڅنګ پکې د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو ګډون کړی وو.

‏د غونډې ګډونوالو د پاکستان په حکومت غږ وکړ، چې د پښتون قوم ټول نيول مشران دې ژر تر ژره خوشې کړي او که خوشې نه شي نو پراخ لاریونونه به وکړي.

د پي ټي اېم مخکښ غړي حنیف پشتین چې ددغه غونډې ګډنوال وو په خپل اېکس کې لیکلي: «‏موږ په ریاست غږ کوو چې د پښتنو د امن لپاره غږ پورته کوونکي مشران دې ژر تر ژره ازاد کړي،د دوی نیونه غېر قانوني عمل دی، دوی هزڅ جرم نه دی کړی یوازې د ریښتیا ویلو په جرم زنداني دي.»

په خېبر کې تېر ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۱مه د پښتون قومي جرګې له ترسره کېدو ورسته د پښتون ژغورنې غورځنګ زیات شمېر غړي ونیول شول، چې په کې ددغه غورځنګ مخکښ غړي ملک نصیر، حاجي صمد خان، مصطفی پشتین او حقیار مسعود شامل دي.

د پي ټي اېم بل مخکښ غړی علي وزیر بیا له دغه جرګې وړاندې د پاکستان حکومت نیولی وو.

پښتون ژغورنې غورځنګ چې په ۲۰۱۸ کال کې یې بنسټ اېښودل شوی، له هغه راهیسې د ناامنۍ پرضد او د پښتنو د مدني او انساني حقونو لپاره غونډې او لاریونونه کوي او وايي، چې ټولې هلې ځلې یې د پاکستان د قانون سره سمې دي.