د هواپوهنې اداره: په ۲۵ ولایتونو کې د شړکنده باران، واورې او تېزو سېلیو د رالوتو اټکل شوی

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن یکشنبه (د سلواغې ۲۱مه نېټه) په ۲۵ ولایتونو کې د شړکنده باران، واورې او تېزو سېلیو د رالوتو اټکل کړی دی.

د دغې ادارې له‌خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوېنه د سالنګونو په ګډون د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، دایکنډي، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بامیان، میدان وردګ، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، جوزجان، بلخ، پروان، بغلان او پنجشېر ولایتونو لپاره شوې ده.

د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵ تر ۳۵) ملي مترو او د واورې کچه بیا (له ۱۰ تر ۴۰) سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، د سالنګونو په ګډون په لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو د رالوتو اټکل هم شوی دی چې د چټکوالي کچه یې په یوه ساعت کې (له ۵۰ څخه تر ۸۰) کیلو مټرو اټکل شوې ده.