طالبانو یوه نیول شوي قاچاقبر ته له ګران بیه ډبرو سره بل هېواد ته د تګ اجازه غوښتې

د نامعلومو هېکرانو ډلې «طالب لیکس» له‌خوا په خپرو شویو سندونو کې راغلي، چې د طالبانو د کانونو وزارت د قاچاق په تور نیول شوي کس ته له خپل مالیې وزارت څخه یوه بهرني هېواد ته د قیمتي ډبرو د لېږد اجازه غوښتې.

څو ورځې وړاندې د هېکرانو یوې ډلې چې هوېت یې څرګند شوی نه دی په یوه سایبري برید کې د طالبانو د ۲۱ مهمو ادارو زرګونه اسناد خپاره کړل، چې په دغو سندونو کې د کانونو وزارت اړوند ځينې اسناد هم خپاره شوي دي.

د یاد وزارت اړوند یوه مکتوب کې راغلي، چې پکې د ګران بیه ډبرو د یوه کاروباري یما نیازي د نیول کېدو خبره شوې ده.

په مکتوب کې ویل شوي، چې یاد کس د کابل په هوایي ډګر کې د طالبانو د امنیتي ادارو له لوري د ګران بیه ډبرو د قاچاق په تور نیول شوی و.

په دغه مکتوب کې د طالبانو د کانونو وزارت د دې ډلې له مالیې وزارت څخه غوښتي، چې یاد کس ته دې یوه بهرني هېواد ته د یاقوت، زمرد او عقیق د لېږد اجازه ورکړي.

د دې ترڅنګ چې په دې مکتوب کې نه دي ویل شوي، چې یاد کس دغه ګران بیه ډبرې او ګوتمۍ چېرې لېږدوي، د دغو ډبرو د وزن او بڼې په تړاو هم معلومات شریک شوي نه دي.

طالبان له یوې خوا د قاچاق په تور خلک نېسي؛ خو نورې ډلې یې بیا بېرته د خوشې کېدو او له هېواده بهر د همدغو نیول شویو قیمتي ډبرو د وړل کېدو اجازې غواړي.

هم مهاله ویل کېږي، چې د طالبانو یو شمېر لوړ پوړي غړي د کانونو په سترو قرادادونو کې ښکېل دي او د قیمتي ډبرو قاچاق له لارې هم په پراخ فساد کې ډوب دي.

داسې راپورونه هم شته، چې د افغانستان قیمتي ډبرې پېښور ته هم قاچاق کېږي او د پېښور له نمک منډيي نورو هېوادنو ته لېږدول کېږي.

د هېکرانو دغې ډلې د کانونو وزارت ترڅنګ د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعات او کلتور، عامې روغتیا، سوداګرۍ، اوبو او برېښنا، کډوالو، مخابراتو، کانونو او د امربالمعروف وزارتونو او د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د دفتر، د ملي احصايي او معلوماتو ادارې، د زندانونو خپلواکې ادارې او سترې محکمې زرګونه نسخې سندونه خپاره کړل.

د دغو سندونو له خپرولو وروسته د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت تایید کړه، چې د دې ډلې ځیني سندونه افشا شوي دي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي، چې افشا شوي معلومات د شخصي کمپيوټرونو اړوند دي او یاد کمپيوټرونه له انټرنیټې امنیتي تدابیرو برخمن نه وو.

تر اوسه د هېکرانو هوېت نه دی روښانه شوی او نه هم کومې ډلې د دغه سایبري برید پړه په غاړه اخیستې ده.