د ازادۍ جبهې ادعا: په هرات کې مو ۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د افغانستان د ازادۍ جبهې په نامه طالب ضدې وسله والې ډلې ادعا کړې، چې د هرات ولایت په ښار کې یې دوه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
دغې جبهې په خپل اېکس کې د یوې ویډيو په خپرولو سره ویلي، چې جنګیالیو یې یاد شمېر کسانو ته تېر ماښام د هرات ښار په مستوفیت څلور لار کې د طالبانو په پوستې د برید په پایله کې مرګژوبله اړولې ده.
د افغانستان د ازادۍ جبهې په نامه دغې وسله والې ډلې همداراز په په تالقانو ښار کې هم طالبانو ته د مرګ ژوبلې د ور اړولو ادعاوې کړي دي.
تر اوسه د طالبانو حکومت د دغه بریدونو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
خو څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو ادارې یوناما د یوه راپور په خپرولو سره د افغانستان د ازادۍ او د مقاومت په نامه جبهې تورنې کړې، چې په خپلو بریدونو کې یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
مقاومت جبهې د یوناما دغه راپور رد کړی، خو د ازادۍ جبهې بیا په دې اړه هېڅ کوم غبرګون نه دی ښودلی.