خلیلزاد: حکومت باید د امریکا غږ او ازادۍ راډیو په اړه ژورې څېړنې وکړي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/871a69cc57dffbcfd68a9d9af936e6407fb31f29-1024x576.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد د امریکا غږ او ازادۍ راډیو د بندېدو په اړه د اېلان ماسک وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل، چې د یادو رسنیو په اړه باید په بشپړه توګه څېړنې وشي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) په خپل اېکس کې لیکلي: «هغو کسانو چې د یادو رسنیو پروګرامونه له نږدې څارلي وايي، چې دغه رسنۍ د امریکا د سیاستونو خلاف خپرونې کوي.»
د خلیلزاد په خبره، د امریکا غږ او ازادۍ راډیو پروګرامونه د خبریالانو پر ځای د فعالینو له خوا پرمخ وړل کېږي، چې د امریکا د ګټو پر ځای د خپلو موخو لپاره د مالیه ورکوونکو پیسې مصرفوي.
د افغانستان په چارو کې د امریکا یاد پخوانی استازی زیاتوي، چې امریکایي مالیه ورکوونکي باید د امریکا ضد پروپاګند تمویل نه کړي.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د نړۍ مشهور میلیاردر او د ټیکنالوژۍ متشبث اېلان ماسک د امریکا غږ او ازادې اروپا- ازادۍ راډیو د بندېدو غوښتنه کړې ده.
ماسک ادعا کړې، چې دغه ادارې بې ګټې دي او د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې ضایع کوي.
امریکا غږ او ازادۍ راډیو چې له لسیزو راهیسې د افغانستان لپاره خپرونې کوي، د بندېدو خبرونو یې د رسنوالو ترمنځ اندېښنې راپارولي دي.