طالبانو ځینې مخابراتي شرکتونه «د غیر اخلاقي سایټونو» نه بندولو له امله جریمه کړي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/6374f34ff875c254536d0b7ba89ca2f604d0e762-989x270.png?rect=255,0,480,270&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ناڅرګندو هېکرانو لهخوا د طالبانو د افشا شویو سندونو په لړ کې یو هم د اترا ادارې اړوند مکتوب دی، چې ځیني مخابراتي شرکتونه یې د غیر اخلاقي سایټونو د نه بندولو له امله نغدي جریمه کړي دي. په دې کې هغه شرکتونه هم جریمه شوي، چې سیم کارتونه یې غیر قانوني پلورلي دي.
د طالب لیکس په افشا شویو سندونو کې د اترا ادارې اړوند هم یو سند شته چې پکې د غیر اخلاقي ویب پاڼو د نه بندیدو له کبله د افغانستان د مخابراتي سکټور اکثریت شرکتونه جریمه شوي دي.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/6374f34ff875c254536d0b7ba89ca2f604d0e762-989x270.png?rect=255,0,480,270&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
په دغو شرکتونو کې له افغان بېسیم پرته په افغانستان کې فعال ټول مخابراتي شرکتونه نغدي جریمه کړای شوي دي.
د افغان بېسیم شرکت د ناقانونه سیم کارتونو د پلورنې له کبله له نورو شرکتونو سره یو ځای د جریمو په دغه نوملړ کې شامل دی.
دغه جریمې له دوه نیم میلیونه افغانیو څخه نیولې تر ۵ سوه زره افغانیو پورې لګول شوې دي.
په افشاد شوي سند کې د کال او میاشتې اړوند هېڅ کومه دقیقه نېټه نه ده لیکل شوې او یوازې دوو شرکتونو جریمه ورکړي او پاتې نورو نه دي ورکړې.
د طالبانو تر واک لاندې د اترا ادارې په افشا شويو سندونو کې طالبان له هغو شرکتونو هم جریمې غواړي چې د تېر حکومت پرمهال جریمه شوی دي.