پر تورخم تلونکي او راتلونکي مسافر: په تورخم کې له مسافرو غیر قانوني پیسې اخیستل کېږي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/79081a56f2a09ca669d3de63687b1e1851cc11a4-880x495.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
پر تورخم تلونکي او راتلونکي یو شمېر مسافر وايي، چې د تورخم په فرضي کرښه د تېرېدو راتېرېدو پر مهال پاکستانیان د خلکو پر وړاندې ستونزې زېږوي او له مسافرو په غیر قانوني توګه پیسې اخلي.
سرچینې وایي، هغه پاکستاني مسوولین چې تورخم کې دندې ترسره کوي په لوی لاس د راتلونکو مسافرو ترمنځ بېروبار جوړوي: "تر څو په دې کې د ځان لپاره تور بازار جوړ کړي او له خلکو پیسې واخلي".
د سرچینې په خبره، په دې لار کې د ګنډو په نوم خلک ساتل شوي چې په دې سره قاچاقي مالونه تېروي او پیسې پرې ترلاسه کوي.
د افغانستان انټرنشنل خبریال رفعت الله اورکزی هم وایي، چې په تورخم کې د طالبانو او پاکستانیانو ترمنځ د رابطې په نوم د بې پاسپورټ او بې ویزې کسانو د اړولو پر سر د پیسو ګرم بازار روان دی: «په دې کې ځینې خلک د پاکستانیانو او ځینې د طالبانو کسان دي، چې د هرې ډلې د هرې ورځې سهم معلوم دی او پاتې نور په پیسو اړول کېږي، د یو تن د اړولو بیه له یو لک افغانیو څخه تر دوه لکه افغانیو پورې دی.»
ازاد خبریال سمیع یوسفزي بیا خپل اېکس کې لیکلي: «دا حقیقت دی ، د ویزو لرونکي افغانان توهین کېږې، رټل کېږې او پیسو ورکولو ته مجبورېږې . ددې په نوم چې ویزه دې سیستم کې نه شته، ټاپه دې نه شته او ان ورته ویل کېږي، چې پاسپورټ دې جعلي دی او بیا ورنه د “ چای پاڼي “ په نوم زرګونه کلدارې یا افغانۍ اخیستل کېږې» .
د تورخم ترڅنګ په سپین بولدک او همدا ډول اسلام اباد هوایي ډګر کې هم له افغان مسافرو د پاکستانيانو له لورې د غیر قانوني پیسو اخیستل کېدو خبرونه ترلاسه شوي دي.
یو افغان مسافر چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي او تازه د هوا له لارې اسلام اباد ته تللی افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «په اسلام اباد هوایي میدان کې پولیسو راته وویل، چې ستا ویزه جعلي ده، انتظار وکه، د ټولو خلکو کارونه یې خلاص کړل خو زه یې منتظر کړی وم، څو ځلې ورغلم او ورته مې وویل چې دا وېزه ستاسو سفارت راکړې تاسو یې کتلی شئ، ویل انتظار وکړه، اخیر مجبور شوم چې په پاسپورټ کې ورته ۵۰۰۰ کالدارې کېږدم، بیا یې اجازه راکړه.»
د تورخم دروازه چې پاکستان ته د تګ راتګ لپاره تر ټولو ډېره ګڼه ګوڼه لري، وخت نا وخته په کې مسافر د ستونزو او بډو اخیستو په اړه شکایتونه کوي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، په فرضي کرښه له دغې دروازې هره ورځ نږدې لس زره مسافر تګ راتګ کوي.