د طالبانو افشا شوي سندونه؛ طالبان د متخصصو ښځینه ډاکټرانو روزنې پسې لالهانده ګرځي
د نامعلومو هېکرانو ډلې «طالب لیکس» لهخوا په خپرو شویو سندونو کې راغلي، چې پر ښځو د ملاهبت الله له بندیزونو سره، سره طالبان د متخصصو ښځینه ډاکټرانو روزنې پسې لالهانده ګرځي.
د هېکرانو ډلې لهخوا په افشا شویو سندونو کې یو هم په پکتیا ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست اړوند یو مکتوب دی، چې پکې یې خوست ولایت کې د دغې ډلې د عامې روغتیا ریاست څخه غوښتي چې د نري رنځ اړوند د ظرفیت لوړونې یو روزنیز پروګرام ته دې ورته ښځینه متخصصې ډاکټرانې پیدا کړي.
خوست او پکتیا هغه ولایتونه دي، چې د جمهوريت پر مهال پکې د طالبانو د جګړو له کبله نجونې په لرو پرتو ولسوالیو کې له لوړو زدهکړو محرومې وې؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته بیا ملاهبت الله په ټول هېواد کې تازه په طبي برخه کې د نجونو پر زدهکړو هم بندیزونه لګولي دي.
په مکتوب کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري د نري رنځ اړوند روزنیز پروګرام د ۱۴۰۳کال (د زمري میاشتې په ۲۱مې نېټې) ترسره کېږي او یوازې د ښځینه ډاکټرانو لپاره دی.
له څه باندې درېیو کلونو په تېرېدو پر زدهکړو د طالبانو لهخوا د بندیزونو پر دوام د طالبانو روغتيا وزارت د دسمبر مياشتې پر دویمه د ټولو طبي انسټیټیوټونو مشرانو ته مکتوبونه ولېږل، چې نجونې نور د طب په برخه کې زدهکړې نه شي کولای.
له دې سره یې هممهاله په ټول افغانستان کې نجونې له طبې زدهکړو منع کړل شوې.
د طالبانو د روغتیا وزارت سرچینو له دغه بندیز وروسته رسنیو ته ویلي و، چې د دغه بندیز له امله په لسو دولتي او ۱۵۰ خصوصي روزنیزو مرکزونو کې شاوخوا ۳۵ زره ښځینه زدهکړیالانې له طبي او د روغتیاپالنې له زدهکړو محرومې شوې.
بیا د رسمي معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې يوازې له شپږم ټولګي لوړې ۱.۴ مېليونه نجونې له زدهکړو بې برخې شوې دي.