محمود شاه حبیبي په کندهار کې د هبت الله اخوندزاده په زندان کې ساتل کېږي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/0992e6f994f6acb272e5ac616cbdd33940d10996-992x601.jpg?rect=0,22,992,558&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی رییس محمود شاه حبیبي په کندهار ښار کې د هبت الله اخوندزاده په یوه زندان کې ساتل کیږي. سرچینې وايي، چې د حبیبي ظاهري بڼه د طالبانو په زندان کې بدله شوې او ږیره او ویښتان یې ډېر اوږده شوي دي.
افغانستان انټرنشنل ته له کندهار څخه باوري سرچینو وویل، چې د افغانستان د ملکي هوايي چلندپخوانی رییس افغان الاصله امریکايی محمود شاه حبیبي په کندهار کې د مولوي هبت الله په یوه شخصي زندان کې ساتل کیږي.
دغه سرچینه وايي، چې محمود شاه حبیبي شاوخوا یو کال وړاندې له کابل څخه کندهار ته لېږدول شوی او د مولوي هبت الله تر مشرۍ لاندې کسانو تر کلک څار لاندې ساتل کیږي.
دغه سرچینې چې محمود شاه حبیبي یې له نږدې لیدلی، وايی، « د حبیبي په شکل کې بدلون راغلی او د ږیرې وریښتان یې لوی شوي دي.له نورو بندیانو څخه په جلا کوټه کې ساتل کیږي او په ۲۴ ساعتونو کې د محدود وخت لپاره د زندان له کوټې بیرون راایستل کیږي».
د سرچینو په باور،کله چې نوموړی د زندان له ځانګړې کوټې بهر را اېستل کیږي د ملا هبت الله له باوري کسانو پرته بل چا ته اجازه نه ورکول کیږي، چې هغه ته نږدې شي، خبرې ورسره وکړي او یا هم خواړه ورکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، کله چې د کندهار ښار پر فضا بې پیلوټه الوتکې را څرګندیږي،د محمود شاه حبیبي امنیتي تدابیر نور هم سختیږي او په ورځو ورځو د زندان له ځانګړې کوټې څخه بهر نه راایستل کیږي.
یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې محمود شاه حبیبي له دې وړاندې په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د باوري کسانو له لوري ساتل کېده.
د محمود شاه حبیبي کورنۍ دا تاییدوي، چې دوی هم کندهار ته د هغه د انتقال معلومات ترلاسه کړي دي.
د محمود شاه حبیبي په اړه افغانستان انټرنشنل ته دوو بېلا بېلو طالب سرچینو ویلي، چې پر طالبانو د امریکا د فشار له ډېرېدو وروسته نوموړی یو کال وړاندې کندهار ته ولېږدېد. طالب سرچیني دا هم وايي، چې د نوموړي په اړه ټیټ پوړو طالبانو ته معلومات نه ورکول کیږي.
![د تېر جمهوري نظام پر مهال د کندهار ولایت د ملي امنیت د تحقیاتو مرکز د ملا هبت الله د ځانګړي زندان په توګه پېژندل کیږي.](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/fb214593a643953f53a8ae0c8633beb76503a32e-2560x1848.jpg?rect=0,204,2560,1440&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د حبیبي ساتنځای
د تېر جمهوري نظام پر مهال د کندهار ولایت د ملي امنیت د تحقیاتو مرکز د ملا هبت الله د ځانګړي زندان په توګه پېژندل کیږي.
پخوا دلته له طالبانو، داعش او نورو جنګیالیو پلټنې کېدې او کله نا کله د دغه مرکز په یوه څنډه کې ځینې طالبان، داعش او نور جنګیالي رسنیو ته ښودل کېدل.
د تېر نظام پر مهال هم دغه ځای تر سخت امنیتي څار لاندې و او خبریالانو له مشخص ځای پرته له نورو ځایونو د انځور او ویډیو اخستلو اجازه نه درلوده. اوس په دغه ځای کې د طالبانو له مخالفانو او داعش اړوند جنګیالیو نه د ملا هبت الله ځانګړې تحقیقاتي ډله پوښتنې او ګروېږنې کوي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د تېر حکومت د ملکي هوايي چلند ادارې رییس محمود شاه حبیبي په ګډون د داعش ډلې ځینې قوماندان همدلته ساتل کیږي.
دغه زندان د کندهار ښار د لسمې او پنځمې امنیتي حوزې او د کندهار ښار د عینو مینې ښارګوټي عمومي دروازې ته مخامخ د کندهار امنیه قوماندانۍ او د کندهار ګمرک ریاست ترمنځ پروت دی. د زندان ښي لوري ته د کندهار ګمرک ریاست، کیڼ لوري ته د کندهار امنیه قومانداني او په څو مترۍ کې د سویلي حوزې لپاره د یوناما دفتر دی.
د دغه زندان یو لوری د کندهار نړیوال هوايي ډګر او بل لوری د کابل ـ کندهار سړک ته دی.
د زندان بهرنی امنیت د طالبانو د استخباراتو ریاست او د مولوي هبت الله اخوندزاده د ځانګړې قطعې د ځواکونو او په زندان کې دننه مسوولیتد مولوي هبت الله د حلقې د باوري کسانو پر غاړه دی.
سرچیني وايي، « مولوي هبت الله په کندهار کې دغه ډول درې نور زندانونه هم لري».
![د زندان بهرنی امنیت د طالبانو د استخباراتو ریاست او د مولوي هبت الله اخوندزاده د ځانګړې قطعې د ځواکونو او په زندان کې دننه مسوولیت د مولوي هبت الله د حلقې د باوري کسانو پر غاړه دی.](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/0886c77c34285565bf5282bc7147b89d1661ee01-2560x1440.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
نه اړیکه او نه ملاقات
د محمود شاه حبیبي ورور احمد شاه حبیبي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې طالبانو محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګست میاشتې پر لسمه د خپل کور مخې ته له موټرچلوونکي سره یوځای ونیوه او هممهاله د طالبانو یوې بلې ډلې د نوموړي پر کارځي چاپه ووهله او هلته یې هم د هغه د دفتر ۲۹ تنه کارکوونکي ونیول.
احمد شاه حبیبي وایي، « د نیول شویو ټولو کسانو له ډلې ځینې د څو ورځو، ځینې د څو اونیو او میاشتو په اوږدو کې د طالبانو له بنده راخوشي شول، د حبیبي موټر چلوونکی هم څلور میاشتې وروسته خوشی شو، خو محمود شاه حبیبي او د یاد شرکت یو بل انجینر لا هم د طالبانو په بند کې دي».
د محمود شاه حبیبي کورنۍ وايي، باوري دي، چې نوموړی له طالبانو سره بندې دی، خو په تېرو دوو نیمو کلونو کې یې له هغه سره د لیدنې او یا هم ټیلیفوني اړېکې د نیولو اجازه نه ده موندلې، « له هغه راهیسې تر اوسه بیا موږ نه ملاقات کړی دی او نه یې د ملاقات اجازه راکړې ده. که څه هم موږ له طالبانو څخه ډیره غوښتنه کړې ده، خو د هیڅ شي اجازه یې نه ده راکړې».
د محمود شاه کورنۍ وايي، د جوبایډن ادارې له طالبانو سره د نوموړي د راخوشي کېدو په اړه خبرې کړې وې، خو طالبان امریکا ته د هغه د نیولو او بندي کولو په اړه نا خبري ښيي، «چون دی (محمود شاه حبیبي) د امریکا تابعیت لري، د امریکا حکومت د ده پر موضوع کار کوي. دا ډیر وخت کیږي چې مذاکرات روان دي، نو ځکه یې نتیجه نه ده ورکړې، چې طالبانو دی نه دی ورته منلی. که چیرې طالبانو دی منلی وای، دا کار به وختي شوی واي، تبادله به شوې وای. متاسفانه دی یې تر اوسه نه دی منلی او همدومره موږ پرې خبر یو چې دی[محمود شاه حبیبي]له طالبانو سره دی».
د محمود شاه حبیبي کورنۍ وايي، امریکا په دې پوهیږي، چې هغه له طالبانو سره بندي دی،«خو په امریکا کې له نوي حکومت وروسته بیا معلومات نه کیږي، چې اوس به هم له طالبانو سره مذاکرات روان وي او که نه».
د محمود شاه حبیبي ورور وايي، یوې بلې سرچینې هم ورته ویلي، چې ورور یې په کندهار کې بندي دی.
محمود شاه حبیبي تر نیول کېدو وړاندې د (ACG) په نامه یوه مخابراتي شرکت کې دنده لرله او د جمهوري نظام له پرځیدو وروسته په افغانستان کې پاتې شوی و. هغه له نیول کېدو وړاندې د دریو میاشتو لپاره له هېواده بهر په سفر تللی و او کابل ته له رسیدو څلور ورځې وروسته طالبانو ونیوه.
پر محمود شاه حبیبي د طالبانو تور دی چې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري د پټنځای مشخصولو په برخه کې یې له سي ای اې سره همکاري کړې ده، خو طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه هیڅ راز څرګندونې نه دي کړې.
د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د ۲۰۲۲ کال د جولای میاشتې پر۳۱مه د کابل په شیرپور سیمه کې د یوې بې پیلوټه امریکايۍ الوتکې په برید کې ووژل شو.
د محمود شاه حبیبي په اړه د امریکا حکومت هم څو ځله پر طالبانو فشار راوړی، چې د تبادلې په جریان کې خوشی شي خو طالبان د نوموړي پر نیولو او بندي کولو چوپه خوله پاتې دي.