ایلان ماسک: «امریکا غږ» او «ازادۍ راډیو» څوک نه اوري او باید وتړل شي

د نړۍ مشهور میلیاردر او د ټیکنالوژۍ متشبث ایلان ماسک د امریکا غږ او ازادې اروپا- ازادۍ راډیو د بندېدو غوښتنه کړې ده. ماسک ادعا کړې چې دغه ادارې بې ګټې دي او د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې ضایع کوي.

ماسک پر خپل ټولنیز پلیټفارم لیکلي، چې «هو، دا [ امریکا غږ او ازادې اروپا- ازادۍ راډیو] باید وتړل شي.»

هغه ددې راډیوګانو د بندولو درې دلایل وړاندې کړي او وايي، که له بیوروکراسي تېر شي، اروپا اوس ازاده ده او دا راډیوګانې نورې څوک نه اوري.

هغه زیاته کړې، « دا یوازې افراطي کیڼ‌ اړخي لیوني دي، چې له ځان سره خبرې کوي، په داسې حال کې چې د امریکا د مالیه ورکوونکو یو میلیارد ډالر هر کال سوځوي».

د ماسک وروستیو څرګندونو په امریکا کې پراخ بحثونه راپورته کړي دي.

ځینې خلک د دولتي بودجې په هکله د ماسک نیوکې تاییدوي، خو ځینې نور وايي چې هغه نړیوالې اړیکې ډېرې ساده ښيي.

له اروپا سره مرستې یو شمېر امریکايي سیاستوال غیر ضروري بولي، خو نور استدلال کوي چې دا مرستې د اتلانتیکي اړیکو د پیاوړتیا لپاره اړینې دي.