سندونه:د طالبانو مخابراتو وزارت او اترا ادارې د ډیجیټلي کارونو لپاره هندي انجینران ګومارلي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/094958d2a7710d735ae05b5feb8211d8632a6d4f-1108x815.jpg?rect=0,502,512,288&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د هېکرانو ډلې «طالب لیکس» لهخوا د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو په برخه کې په خپرو شویو سندونو کې راغلي، چې طالبانو د خپلو ډیجیټلي کارونو لپاره له ځینو هندي انجینرانو څخه کار اخیستی دی.
د دغو خپرو شویو سندونو په منځ کې د یوه هندي انجینر د پاسپورټ انځور هم راغلی، چې ورسره د ورکړل شویو پیسو یو ضمني رسید هم پکې ښکاري.
ښايي طالبانو ځیني هندي انجینران په «فري لانس» یا ازاده توګه د خپلو ځینو کارونو لپاره ګومارلي وي او د مخابراتو وزارت تر څنګ د اترا ادارې د ځینو چارو لپاره هم ترې ګټه واخلي.
د طالب لیکس د هېکرانو ډلې لهخوا په خپرو شویو اسنادو کې موندل شوی پاسپورټ د یوه ۴۴ کلن هندي انجینر دی، چې « جین ټوشار » نومېږي او د هندوستان د اتر پردېش ایالت اوسېدونکی دی.
په یوه سند کې ښکاري، چې نوموړي ۲۴۶زره پیسې ترلاسه کړې چې ښايي افغانۍ وي او طالبانو ورته لېږلې وي.
دغه پیسې د جون میاشتې په ۲۶مه نېټه ترلاسه شوې؛ خو کال یې نه دی لیکل شوی.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/0589f2465bda7f0a48e6046d0adcedb89170523d-768x1024.jpg?rect=41,320,678,381&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي و، چې د ډیجیټلي مدیریت او برېښنايي اسنادو د کنټرول په برخه کې طالبانو ځیني پاکستاني انجینران ګومارلي دي.
دغو پاکستاني انجینرانو د طالبانو د استخباراتو ریاست تر څنګ په بېلابېلو ادارو کې د ډیجیټلي امنیت په برخه کې کار کاوه.