د درنو واورو او توپان له امله یو ځل بیا د سالنګ لویه لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړل شوه
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/6b975ab3e2d70c6dfbc7553bd5606bc1021598d4-660x371.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګ لویه لار د درنو واورو او توپان له امله یو ځل د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړل شوه.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په خپل اېکس کې لیکلي، چې د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه د سالنګ لویه لاره د دغه وزارت تر بلې خبرتیا پورې د ټولو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ د لنډمهال لپاره تړل شوې ده.
حق شناس لیکلي: «د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مؤظف ټيمونه چمتو دي، ترڅو د هوا د ښه کېدو او د توپان له کمېدو سره سم؛ سیمه له واورو پاکه کړي او دغه لویه لاره بېرته د ټرافیکو پرمخ پرانيزي.»
د سالنګ په لویه لار چې شمالي ولایتونه له مرکز کابل سره نښلوي، په تېرو کلونو کې د ژمي په موسم کې به ډېرې خونړۍ پېښې په کې رامنځته کېدې، خو اوس د دغو پېښو د مخنیوي په موخه د سختو وارو د ورېدو له امله وخت ناوخته د ټرافیکو پر مخ تړل کېږي.