په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت هره میاشت زرګونه ډالر خپلې ډلې ته پر «لابي» لګوي

د «طالب لیکس» په نامه د هېکرانو یوې ډلې له‌خوا د طالبانو د افشا شویو سندونو پر دوام؛ په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت هره میاشت زرګونه ډالر خپلې ډلې ته د لابي او پروپاګنډ په برخه کې لګوي.

د دغې ډلې له‌خوا په خپرو شویو سندونو کې راغلي، په پاکستان کې د‌ طالبانو سفیر له خپل بهرنیو چارو وزارت څخه په یو مکتوب کې غوښتي چې د «لابیستۍ» په برخه کې ورته میاشتني امتیازات ډېر کړي؛ ترڅو له بېلابېلو سیاسي شخصیتونو، ژورنالېستانو او د ټولنې نورو قشرونو سره پرې خپلې ناستې ولاړې دوامداره وساتي.
په دغه مکتوب کې راغلي، چې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب د خپلو سفارتي فعالیتونو د لا پراختیا او خپلې ډلې ته د لابي ګرۍ لپاره د نورې بودجې ترلاسه کولو هڅه کوي.
په مکتوب کې زیاته شوې:« د لابیستۍ په برخه کې د میاشتې ۲۵۰۰ ډالر چې د مرکز له‌خوا منظور شوي؛ په کوربه هېواد کې اړونده موخو ته د رسېدو لپاره ناکافي دي.»
په دغه مکتوب کې غوښتنه شوې، چې په دې برخه کې دې امتیازات ورته د میاشتې ۳۰۰۰ ډالر کړي.


د هېکرانو ډلې له‌خوا د دغه سفارت اړوند په یو بل مکتوب کې راغلي، چې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د «لابیستۍ» په برخه کې د ۱۴۰۲کال په درېیمې او څلورمې ربع کې شاوخوا ۸۵۰۰ ډالر لګولي دي، چې ۳۰۰۰ ډالر یې په درېمه ربع کې او ۵۵۰۰ ډالر یې په دویمه ربع کې لګولي دي.