د طالبانو افشا شوي سندونه؛ کابل کې طالبانو یوې ښځې ته مرګوني ګواښونه کړي دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/3a681713856ce2735d025d2bcf62d11df3676f16-772x1080.jpg?rect=0,323,772,434&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
د نامعلومو هېکرانو ډلې «طالب لیکس» لهخوا په خپرو شویو سندونو کې راغلي، چې طالبانو په کابل کې یوې ښځې ته مرګوني ګواښونه کړي دي.
په دې سند کې لیدل کېږي، چې د اسما په نوم یوه طلاقه شوې مېرمن تر هغه وروسته ګواښل شوې، چې د خپل مهر د غوښتنې په موخه یې کارونه د کابل د حقوقو په ریاست او په پنځلسمه امنیتي حوزه کې تر جریان لاندې وو.
یادې مېرمنې د کابل امنیه قوماندانۍ ته عریضه کړې او ویلې دي، چې دوو کسانو د طالبانو له نوم، وسلو او وسایطو څخه په استفاده د دوی په کور چاپه وهلې او دوی یې په مرګ ګواښلي دي.
اسما او ورور یې په عریضه کې د یادو دوو کسانو په اړه ویلي، یو کس داوود نومېږي چې په ۱۹مه حوزه کې دنده لري او بل یې سهیل نومېږي چې نوموړی د پنځلسمې حوزې د امر د ترور زوی دی.
یادې مېرمنې د کابل امنیه قوماندانۍ ته په عرریضه کې لیکلي:«دا چې زما د خپل شرعي مهر د مطالبې دوسیه د کابل د حقوقو په ریاست او په پنځلسمه امنیتي حوزه کې تر جریان لاندې ده، اوس د داوود او سهیل په نوم دوه کسان مې ګواښي. داوود چې په نولسمه امنیتي حوزه کې دنده لري او سهیل د پنځلسمې حوزې د امر د خاله زوی دی د اسلامي امارت له نوم او وسلو څخه په استفادې سره زمونږ کور چور کړ او بیا یې تر وهلو وروسته اخطارونه راکړل.»
له دغې عریضې څخه ښکاري، چې د سهیل په نوم کس د یادې مېرمنې له خاوند جاوېد سره د پېژندګلوي له مخې مېرمن اسما او ورور یې ګواښلي دي.
په عریضه کې د اسما د ورور له خوا لیکل شوي: «کله چې پنځلسمې امنیتي حوزې مونږ ته اصولي او قانوني جلب راکړ، نو ما د خپلې خور دغه جلب د هغې خاوند جاوېد ته د خبر په موخه ور ووړ، خو کله چې بېرته د پنځلسمې امنیتي حوزې ته په لاره وم، د جاوېد او سهیل له خوا د قصبې د موټر فروشي د کوڅې پوستې سره له موټر څخه ښکته کړای شوم او راته ویې ویل چې د ژوند څکه به ونکړې.»
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د یادې ډلې ډېر شمېر غړي له عارضو او بندي مېرمنو سره ناوړه چلند کوي.
یو شمېر هېوادوال په کابل او ولایتونو کې کورنيو موضوعاتو کې د طالبانو لاسوهنه د اندېښنې وړ بولي.
سیمه ییز طالبان له خپلو ملګرو او خپلوانو سره د جنایي قضیو تر څنګ د کورنیو اړوند مسایلو کې همکاري کوي او پر ناچاره خلکو فشارونه راوړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېکرانو یوې نا پېژانده ډلې له لوري د طالبانو په یوه بل افشا شوي سند کې راغلي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت ټولو وزارتونو ته امر کړی، چې له اسلامي حجاب پرته ښځو ته په دولتي ادارو کې د ننوتلو اجازه ورنکړي.
د انټرنیټ دغې نامعلومې هېکري ډلې د طالبانو بېلابېل اسنادونه د تېرې چهارشنبې په ورځ خپاره کړي او افشا کړي دي؛ خو طالبانو هم مهاله منلې چې د دوی له کمپیوټرونو ځینې معلومات غلا شوي دي.
یادې هېکري ډلې د طالبانو د بېلابېلو وزارتونو او ادارو اسناد د "طالب لیکس" په نوم ویب سایټ کې خپاره کړي.
د طالبانو د مخابراتو وزارت تایید کړې، چې د دې ډلې د لسګونو ادارو اسناد افشا شوي، او د پنجشنبې په ورځ یې وویل، چې لومړني معلومات ښيي چې دا اسناد ښایي د هغو انفرادي کمپیوټرونو له لارې تر لاسه شوي وي، چې لازم امنیتي تدابیر نه لري.
خو طالبان بیا دا ادعا هم کوي، چې د دوی مرکزي معلوماتي بانک نه دی هېک شوی.