امریکايي رسنۍ: د پاکستان پوځ هڅه کوي چې امریکا بیا د افغانستان جګړو کې ښکېل کړي

امریکايي رسنۍ ډراپ سایټ نیوز د سرچینو په حواله ویلي، چې د دغه هېواد پوځ په پام کې لري چې په افغانستان کې د داعش ډلې پر ضد پراخ پوځي عملیات وکړي.

د دغه راپور له مخې، د پاکستان پوځ هیله لري چې امریکا په سیمه کې د یوه متحد او له ترهګرۍ سره د مبارزې د شریک په توګه راوګرځي.

دا پروګرام په پاکستان کې د روان سیاسي کړکېچ په درشل کې ترلاس لاندې نیول کېږي.

ډراپ سایټ نیوز لیکلي، چې د پاکستان د پوځ مشر هڅه کوي څو تحریک انصاف قانع کړي، چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان له سیاسته ګوښه کړي.

د پاکستان پوځ هیله لري، چې د دغه داخلي کړکېچ په هوارولو سره به وکولای شي په افغانستان کې د پوځي عملیاتو د شدت لپاره اړین ملاتړ ترلاسه کړي.

باخبرو سرچینو ویلي، چې په دې عملیاتو کې ښايي هوايي بریدونه او پراخ ځمکني عملیات هم شامل وي.

د واشنګټن د ملاتړ ګټلو هڅه

د پاکستان پوځ پلان لري، چې په افغانستان کې داعش پورې د تړلو ترهګرو ډلو له خوا د رامنځته شوي ګواښ په ګوته کولو سره یو ځل بیا د امنیتي همکارۍ لپاره متحده ایالات راجلب کړي.

د پاکستان یوه جګپوړي جنرال شمشاد میرزا په یوه برېتانوي فکري مرکز کې په خپله وینا کې خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د کنټرول نشتوالی ښايي د سترو ترهګریزو بریدونو لامل شي.

د پاکستان د پوځ دغه چلند د دوه ګونو ننګونو استازیتوب کوي، چې په کې له کورنیو سخت دریځو سره معامله او په کابل کې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو اداره کول شامل دي.

د پاکستان په حکومتي ادارو کې دننه ځینو سرچینو د دغه پلان په اړه شک څرګند کړی او خبرداری یې ورکړی، چې دا جګړه ښايي په سوېلي اسیا کې د لا زیاتې بې ثباتۍ او په سیمه کې د لوېدیځو قدرتونو د بیا ښکېلتیا لامل شي.

پاکستان سږ کال د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د حل په نوم عملیات پیل کړي دي.

دا عملیاتي پلان څو برخې لري.

په پوځي برخه کې به د پاکستان وسله وال ځواکونه پياوړي شي او په سياسي او ډېپلوماټيکه برخه کې به پاکستان هڅه وکړي، چې سيمه ييزې همکارۍ پياوړې کړي څو د ترهګرو د فعاليت ساحه محدوده شي.

د پاکستان دفاع وزیر د روان کال د چنګاښ په میاشت کې ویلي وو، چې د وسله والو پر ضد د دې نویو عملیاتو د یوې برخې په توګه به پاکستان په راتلونکي کې په افغانستان کې پر اهدافو بریدونه وکړي.

خواجه اصف زیاته کړه، د هغو ډلو پر ضد به هوايي بریدونه کوي چې په پاکستان کې امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کوي.

په پاکستان کې د ناامنیو له امله د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ډېرې ترینګلې شوې دي.

د روان کال په جدي میاشت کې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ هوايي بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې ۴۶ تنه ووژل شول.

طالبانو د برید قربانیان ملکي وګړي بللي، خو پاکستان ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان د اورپکو پوستې یې په نښه کړې دي.

طالبان په افغانستان کې د داعش د ځپلو ادعا کوي او دغه ډله د پاکستان په ګډون له افغانستانه بهر مرکزونه لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په وار - وار ادعا کړې، چې په افغانستان کې د داعش زیاتره بریدونه له پاکستانه تنظیمېږي.

له بلې خوا پاکستان پر طالبانو تور پورې کړی، چې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو او ټي ټي پي له افغانستانه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي.

په پاکستان کې دننه، تحریک انصاف د طالبانو په وړاندې د شهباز شریف د حکومت د پالیسۍ مخالفت کوي.

د دغه ګوند چارواکي له افغان طالبانو سره د تعامل او همکارۍ غوښتونکي دي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره به یو پلاوی کابل ته واستوي.

دغه څرګندونې د مرکزي حکومت له سخت غبرګون سره مخ شوې او د وفاقي حکومت چارواکو دغه اقدام د هېواد د بهرنۍ تګلارې د ګډوډولو یوه هڅه بللې ده.

افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله د بدلېدو اندېښنې را ولاړې کړي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) په دې وروستیو کې خپل نوي راپور کې خپور کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدلېدو سره د امریکا، ملګرو ملتونو او د سیمې د هېوادونو اندېښنې زیاتې کړي.

سیګار د ۲۰۲۴ کال د جولای په میاشت کې د ملګرو ملتونو راپور ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان لا هم د ترهګرو ډلو لپاره د خوندي سیمې په توګه پېژندل کېږي او "ځینې دغه ډلې غواړي چې په نړۍواله کچه خپل ګواښونه پراخ کړي."

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې راپور ورکړ، چې داعش خراسان خپل مالي او لوژیستیکي وړتیاوې ښې کړي او اروپايي هېوادونه دغه ډله د اروپا امنیت ته تر ټولو ستر ګواښ ګڼي.

طالبان په افغانستان کې د داعش شتون او ګواښ ردوي او "مبالغه" یې بولي.

د طالبانو د ویاند مرستیال څه موده مخکې د سیګار د راپور په غبرګون کې ادعا کړې وه، چې دغې ډلې په خپل ټول توان سره داعش له منځه وړی دی.

حمدالله فطرت وویل، چې طالبان د داعش د ګواښ د مخنیوي لپاره کافي امنیتي ځواکونه او استخبارات لري.