طالبان: له اسلامي حجاب پرته ښځو ته په دولتي ادارو کې د ننوتلو اجازه مه ورکوئ
د «طالب لیکس» په نامه د هېکرانو یوې نا پېژانده ډلې له لوري د طالبانو په افشا شویو سندونو کې راغلي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت ټولو وزارتونو ته امر کړی، چې له اسلامي حجاب پرته ښځو ته په دولتي ادارو کې د ننوتلو اجازه ورنکړي.
دغه لیک چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت له خوا د ۱۴۰۲ لمریز کال په پنځمه میاشت ټولو وزارتونو ته لېږل شوی، په کې په څلورو برخو ټینګار شوی دی.
د نبوي سنت پراساس د کارکوونکوصورت او سیرت، په جماعت کې د لمانځه ترسره کول، په دفترونو کې د ښځینه کارکوونکو د حجاب مراعات کول او همداراز په دولتي ادارو کې له اسلامي حجاب پرته د ښځو ننوتل په کې شامل دي.
د دغه افشا شوي سند له مخې: «د طالبانو امر بالمعروف وزارت په یوې غونډه کې ټولو وزارتونو ته امر کړی، چې کارکوونکي یې باید هېڅ لمونځ قضا نه کړي او ټول لمونځونه باید په جمعه وکړي. دغه وزارت همدا راز غوښتي دي، چې سیرت او صورت په اسلامي طریقه برابر کړي او هره ښځه چې اسلامي حجاب ونه لري باید وزارتونو او دولتي ادارو ته د ننوتو اجازه ورنکړل شي.»
د طالبانو د امربالمعروف وزارت په مکتوب کې ټولو وزارتونو ته ګواښ شوی، چې که دغه اصول پلي نه کړي؛ له سخت چلند به مخ شي.
د یادونې وړ ده، چې د وزارتونو او دولتي ادارو کارکوونکو ته دا ګواښ هم شوی چې که د امربالمعروف اصول پلي نه کړي؛ نو بیا د شکایت حق نه لري.
د افشا شویو سندونو له مخې، د طالبانو د امربالمعروف او د شکایتونو اورېدو وزارت کارکوونکي د دغو پرېکړو د پلي کېدو په موخه په وزارتونو هم ګرځي او د دغو پرېکړو پر پلي کولو ټينګار کوي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو مخکې افغان ښځو حجابونه کول، خو دغه ډله بیا په طالبي حجاب ټینګار کوي او ان له نارینه و هم غواړي چې خپل صورت او سیرت د دوی په خوښه جوړ کړي.
د دې ترڅنګ چې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو په زده کړو او کار کولو بندیزونه لګول شوي دي، په عامه ځایونو کې د ښځو غږ "عورت" بلل شوی، ښځې له شرعي محرم پرته بهر ته د تګ اجازه نه لري، ښځې اجازه نه لري، چې پارکونو او عامه ځایونو ته ولاړې شي، حمامونه او ارایشګاوې هم د ښځو پر مخ تړل شوي دي.
د طالبانو د دغو سخت دریځیو او بندیزونو پر دوام بیا د انټرنیټ یوې نامعلومې هېکري ډلې د طالبانو بېلابېل اسنادونه د تېرې چهارشنبې په ورځ خپاره کړي او افشا کړي دي؛ خو طالبانو هم مهاله منلې چې د دوی له کمپیوټرونو ځینې معلومات غلا شوي دي.
یادې هېکري ډلې د طالبانو د بېلابېلو وزارتونو او ادارو اسناد د "طالب لیکس" په نوم ویب سایټ کې خپاره کړي.
د طالبانو د مخابراتو وزارت تایید کړې، چې د دې ډلې د لسګونو ادارو اسناد افشا شوي، او د پنجشنبې په ورځ یې وویل، چې لومړني معلومات ښيي چې دا اسناد ښایي د هغو انفرادي کمپیوټرونو له لارې تر لاسه شوي وي، چې لازم امنیتي تدابیر نه لري.
خو طالبان بیا دا ادعا هم کوي، چې د دوی مرکزي معلوماتي بانک نه دی هېک شوی.