اسلام اباد کې د طالبانو سفیر: د پاکستان امنیتي ادارې د کورمې د شخړو یوازې ننداره کوي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/0f6f5db914044193b6db94c28edc168909acd826-474x317.jpg?rect=0,26,474,267&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو د لیګ شویو اسنادو له مخې، اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د پښتونخوا په کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ له شخړو کابل خبر کړی. د سفارت په یوه مکتوب کې راغلي، «د پاکستان امنیتي ادارې په سیمه کې د شخړو د هواري لپاره هېڅ نه کوي او یوازې د نندارچیانو په توګه ورته ګوري»
سردار احمد شکیب د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه مکتوب کې د پښتونخواه په کورمې ولسوالۍ کې پېښې شوې مذهبي جګړې په جزیاتو سره شریکې کړې دي.
په دې وروستیو کې د«طالب لیکس» په نامه د هېکرانو یوې ناپېژانده ډلې د طالبانو د ۲۱ مهمو ادارو او وزارتونو ویبپاڼې هک کړې او غلا شوي مواد یې په انټرنیټ خپاره کړي.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/b7d58d378bf61ab38fd453474984fa1e5d271df5-1290x1838.jpg?rect=0,556,1290,726&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
په اسلام اباد کې د طالبانو د سفیر سردار احمد شکیب په لاسلیک شوي مکتوب کې د رسنیو راپورونو ته اشاره شوې ده.
د مکتوب په یوه برخه کې راغلي، چې د کورمې ولسوالۍ قومي مشرانو او ځايي پاکستاني حکومتي چارواکي د جوړجاړی رامنځته کولو کې ناکام دي.
د طالبانو سفیر په رپوټ کې ویلي، چې د کورمې ولسوالۍ خلکو غوښتل چې په سمدستي توګه د پاکستان پوځ مداخله وکړي او د سیمې امنیت په لاس کې واخلي.
د طالبانو سفارت د سیمې د خلکو په حواله لیکلي چې دواړه لورو په رڼا ورځ مورچو کې ځای پر ځای شول؛ خو هغه وخت نه پاکستاني پولیسو او نه هم کمیشنر د ځايي وسلوالو مخه ونیوله.
د افشا شوي مکتوپ په پای کې لیکل شوي چې تر دې مخکې د کورمې د تېر کال د جولاي شخړو کې هم مرګ ژوبله تر ۲۰ کسانو ډېره وه.