طالبان: د ښځو او ماشومانو په ګډون د پاکستان له زندانونو ۴۲ افغانان خوشې شوي دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/9391196dd3f902fd6e53da9d93390addbfc042a1-1080x810.jpg?rect=0,101,1080,608&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت ويلي، چې په پاکستان کې ۴۲ تنه افغان بندیان چې ښځې او ماشومان هم په کې وو، د سلواغې پر ۱۸مه نېټه له بنده خوشې او افغانستان ته ستانه کړل شوي. دغه ۴۲ افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته اړول شوي دي.
دغه وزارت وايي، یاد بندیان پاکستان کې له دوو تر پنځو ورځو بندیان وو، او دوه ورځې وړاندې افغانستان ته ستانه کړل شوې دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن شنبه د (سلواغې ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان له بیلابیلو زندانونو ۴۲ افغان بندیان خوشې شوې چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.
د طالبانو کډوالو وزارت د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت په حواله ویلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه افغان کډوال له دوو تر پنځو ورځو پورې په بند کې وو، چې هېواد ته په راستنېدو سره خپلو سیمو ته لېږدول شوي او په دې سربېره د همکارو بنسټونو له لوري ورسره بشري مرستې هم شوې دي.
تر دې وړاندې هم طالبانو له پاکستان څخه د سلګونو افغان بندیانو له خوشې کېدو خبر ورکړی و.
ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشت کې له پاکستان څخه ۱۸ زره او ۳۰۰ افغانان پولیسو نیولي او په وزر یې افغانستان ته ستانه کړي دي.
په پاکستان کې ډېری دغه افغانان درېیمو هېوادونو ته د تګ تکل لري او د ویزو ترلاسه کولو په تمه دي.