پاکستان یوازې یوه ماشت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۱۸ زره افغان کډوال ستانه کړي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/574212ecde37c6d1b2583f9a4b71eb9bade24aed-862x485.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د جمعې په ورځ په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، د پاکستان حکومت یوازې د ۲۰۲۵ کال د پیل په یوه میاشت کې ۱۸ زره او ۳۰۰ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.
د ملګرو ملتونو راپور کاږي، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې له دغه هیواد ۸۲۵،۶۰۰ څخه ډیر افغان وګړي افغانستان ته ستانه کړي دي.
په دغه راپور کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په جبري توګه د افغانانو په زور ستنولو پراخې نړۍوالې اندیښنې راپورته کړي دي.
د ریلیف ویب په نوم ویبپاڼې د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ زیاته کړې: «هغه څه چې د رضاکارانه راستنیدو پروګرام په توګه پیل شوي وو، په زیاتیدونکي توګه د جبري ستنېدا په هڅه بدل شوي، او پاکستاني چارواکو په وروستیو میاشتو کې د نیولو او په زور ستنولو لړۍ لا ګړندۍ کړې ده.»
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸،۳۰۰ تنه افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې شاوخوا ۱۰۰۰ یې په جبري ډول ستانه کړل شوي دي.
د ځینو راپورونو پر بنسټ په دې وروستیو اونیو کې د پاکستان په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغانوګړو نیول زیات شوي، او همداشان د دوی د قانوني حیثیت په پام کې له نیولو پرته بندیان شوي هم دي.
په داسې حال کې چې له دوی یې ځینې د ملګرو ملتونو د پناه غوښتنې معتبر اسناد او په پاکستان کې د استوګنې جوازونه هم لري چې دې چارې د بشري حقونو د ډلو ترمنځ اندېښنې راپورته کړې دي.
په یاده موده کې، له ۹۰۰ څخه ډیر افغانان چې په زوره ایستل شوي وو یوازې د اسلام اباد او راولپنډۍ له دوو ښارونو څخه وو.
د دوی تر منځ ښځې او ماشومان هم وو، چې په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د کډوالو د بیرته ستنولو د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې د افغان کډوالو خپلسري نیونې او په زوره شړل ودروي.
د ملګرو ملتونو وروستي معلومات دا ښیي چې د ۲۰۲۴ کال په جنوري کې ۱۲۴۵ افغان کډوال نیول شوي وو، چې د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې ثبت شوي شمېر دوه چنده زیات دی.
د نیولو او ستنولو په کچه کې چټک زیاتوالي په پاکستان کې پاتې افغان کډوالو کې ویره زیاته کړې ده.
د پاکستان حکومت تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو د جبري ستنولو د ځنډولو غوښتنې ته په رسمي ډول کوم ځواب نه دی ویلی.