د طالبانو پر ادارو د «طالبلیکس» سایبري برید؛ د دغې ډلې زرګونه اېمېلونه هېک شوي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/d4cb79288e5bc341974ef7ee862e111560257552-1600x900.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ناپېژاندو هېکرانو لهخوا د طالبانو ادارو افشاشوي سندونه او خام مواد څرګندوي چې دغو هېکرانو د یادې ډلې د ادارو او کارکوونکو اېمېلونو ته لاسرسی موندلی دی.
د هېکرانو دغې ډلې چې تېره چهارشنبه یې د طالبانو پر ادارو سایبري برید کړی و، افغانستان انټرنشنل ته د اېمېلونو اړوند له یو ګېګابایټ ډېر معلومات استولي دي.
د طالبانو د دفترونو اړوند اسناد د هېکرانو د یوې ناڅرګندې ډلې لهخوا خپاره شوي او ادعا یې کړې چې د دغې ډلې معلوماتي شبکه یې هېک کړې ده.
هېکرانو د طالبانو د بېلابېلو وزارتخونو او څانګو اړوند اسناد د «طالبلیکس» په نوم وېبپاڼه کې خپاره کړي دي.
«طالبلیکس» د طالبانو ادارو د اېمېلونو یوه لویه برخه افشا کړې چې د دغې ډلې په اداري سېسټم کې د هېکرانو پراخ او ژور نفوذ په ګوته کوي.
د یادونې ده چې وړمه شپه د هېکرانو یوې ناپېژانده ډلې د طالبانو پر معلوماتي شبکو سایبري برید وکړ او د دغې ډلې د ۲۱ وزارتخونو او خپلواکو ریاستونو سندونه یې په انټرنېټ کې خپاره کړل.
د طالبانو د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعاتو او کولتور، مخابراتو، کانونو، امربالمعروف وزارتخونې او ستره محکمه هغه مهم بنسټونه بلل کېږي چې هېکرانو یې اسناد خپاره کړي دي.
د دې پېښې پر سبا د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ومنله چې د دغې ډلې یو شمېر اسنادونه افشا شوي او په وینا یې، د دغو سندونو کمپيوټرونو امنیتي تدابیر نه لرل.