پېښور کې پېژندل شوې ټیک ټاکره سیما ګل «سایکو ارباب» په مرموز ډول وژل شوې ده

د پاکستان ده نیوز ورځپاڼې د خبر له مخې، یوه پېژندل شوې ټیک ټاکره سیما ګل چې په «سایکو ارباب» هم پېژندل کېږي، د جمعې په ورځ د پښتونخوا د صوابۍ مرکز په ورسک سړک سیمه کې په مرموز ډول وژل شوې او مړی یې موندل شوی دی.

د سمیا ګل ورور، محمد یاسین چې د اسلام اباد اوسېدونکی دی، پولیسو ته ویلي، چې خور یې سیما ګل په خپل کور کې وه او ناڅاپي یې روغتیایي حالت خراب شوی و.

هغه پولیسو ته ویلي، چې د درملنې لپاره یې د پېښور (لیډي ریډینګ) روغتون ته د لېږدولو پر مهال یې پر لاره ساه ورکړې وه.

یاسین د خپلې خور د مړینې د لامل په اړه شک څرګند کړ او ویې ویل چې، ښايي د زهرجنو موادو د خوړلو یا طبیعي لاملونو له امله وي. خو هغه روښانه کړه چې د دوی کورنۍ له هیڅ چا سره دښمني نه لري.

د پولیسو چارواکو دغه مړینه تایید کړې او ویلي یې دي، چې د سیما ګل له کوره یې مهم شواهد راټول کړي او پلټنې روانې دي.

پولیس زیاتوي، چې د مړینې دقیق لامل به د عدلي طیب راپور د ترلاسه کولو وروسته معلوم شي.

پښتونخوا په وروستیو کلونو کې د ښځينه هنرمندانو او اوسنیو خواله رسنیو د فعالانو لپاره په هدیره بدله شوې، او ډیری دغه ښځينه فعالانې د غیرت په نوم وژل کیږي.