د طالبانو او روسیې د سفيرانو افشا شوی مکتوب؛ پاکستان د دوحې وروستۍ ناسته کې دریځ بدل کړ
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/e9553d2b9b89d9138b0ea31e6fc3a0156b9300c5-1294x694.jpg?rect=157,0,981,552&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د«طالب لیکس» په نامه د هېکرانو په پاکستان کې د روسيې او طالبانو د سفير د لیدنې یو مکتوب هم خپور کړی. په دې لېدنه کې د روسيې سفير ویلي، پاکستان د دوحيې په وروستۍ ناسته کې خپل دريځ بدل کړ او د طالبانو له مخالفينو سره یې وکتل.
دغه ۰۱ ګڼه مکتوب د ۱۴۰۳ کال د حمل په میاشت کې په پاکستان کې د طالبانو سفارت د دغې ډلې بهرنیو چارو وزارت ته لېږلی او د ناستې بشپړ جزيات په کې ليکلي.
خوریف په لیدنه کې ویلي، «پاکستان د دوحې په وروستۍ ناسته کې خپل موقف بدل کړ او د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د اسلامي امارت له مخالفینو سره وکتل.»
دغه روسي دیپلومات زياته کړې، چې روسيه له طالبانو سره د اړيکو د پياوړتیا هڅه کوي او غواړی په دغه هېواد کې له ترانزيټي لارو څخه په استفاده په اقتصادي برخه کې ښکيله پاته شي.
د روسيې سفير په پاکستان کې د طالبانو له سفير څخه د اسلام اباد او کابل د اړیکو د وضعت په اړه هم مالومات غوښتي.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/1861aae3d7e29c44028cb88ea8a09780829ab7f1-922x1280.jpg?rect=0,381,922,519&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
په مکتوب کې ویل شوی، چې شکیب په دې ناسته کې د افغانستان په اړه د پاکستان یو شمېر ادعاوی بې بنسټه بللي.
نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک او نورو ډلو شتون او د هند له خوا د طالبانو له لارې د ټي ټي پي د مالي ملاتړ په اړه د پاکستان ادعاوې بې بنسټه دي.
شکېب په دې ليدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې يې د یو شمېر وزيرستاني کډوالو د انتقال په اړه د پاکستاني چارواکو سره هم خبرې کړې دي.
هغه په دې اړه زياته کړې: « موږ دوی ته وویل چې په دې کډوالو کې ښځې او ماشومان دي که تاسو ویره لرئ موږ به یې بل ځای ته انتقال کړو خو پاکستان وویل چې موږ له هغو ویره نه لرو.»
په مکتوب کې راغلي، چې په پاکستان کې د طالبانو سفير دا هم ویلي، چې د افغانستان او پاکستان د ستونزو د حل لپاره د کندهار د طالبانو والي ملاشيرين اسلام اباد ته او فضل الرحمان کابل ته سفرونه هم کړي.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/637384c36b54f507a834d70ed1af46f908ece8f9-1280x1032.jpg?rect=0,156,1280,720&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د نوموړي په خبره، فضل الرحمان د کابل د لیدونو ټول جزیات له پاکستاني چارواکو سره هم شریک کړي.
هغه د پاکستان اوسنی وضعت پيچلی یاد کړی او زياته کړې، چې د پاکستان د پوځ پخوانۍ رهبري د ټي ټی پي سره د خبرو ملاتړ کاوه خو نوې رهبرۍ بله پالیسي غوره کړې.
په مکتوب کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو ته هم اشاره شوې او دا یې د نړیوالو اصولو خلاف کړنه یاده کړې.
د یادونې وړ ده، چې په پاکستان کې د روسيې سفير تر ۲۰۲۰ پوري په افغانستان کې د روسيې سفارت مرستیال هم پاته شوی.