د طالبانو افشا شوي سندونه؛ یوه میاشت کې په شکردره کې کابو ۵۰۰ ټنه مرمر ډبرې استخراج شوي

د ناڅرګندو هېکرانو له‌خوا د طالبانو د افشا شویو سندونو پربنسټ، د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې یوازې په یوه میاشت کې له پنځه سوه ټنه څخه زیاتې د مرمر ډبرې استخراج شوي.

څو ورځې وړاندې د هېکرانو یوې ډلې چې هوېت یې څرګند شوی نه دی په یوه سایبري برید کې د طالبانو د ۲۱ مهمو ادارو زرګونه اسناد خپاره کړل، چې په دغو سندونو کې د کانونو وزارت اړوند ځينې اسناد هم خپاره شوي دي.

د اسناد له مخې، د‌ طالبانو کانونو وزارت اړوند د کابل ریاست د ۱۴۰۳ کال د اوومې میاشتې د میاشتني راپور لپاره یو تن ګومارلی څو معلومه کړي‌ ، چې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د دوی د قرارداد له مخې څومره د مرمروډبرې استخراج شوې دي.

د کابل لیکس له لوري په افشا شوي سند کې ښکاري، چې یوازې د یوې میاشتې په لړ ۵۰۰ ټنه د مرمر ډبرې د هزاره بغل په سیمه کې استخراج شوي دي.

د مرمر ډبرو د استخراج دغه شمېره یوازې په یوې ولسوالۍ کې ښودل شوې، چې ښیي په ټول هېواد کې د قیمتي ډبرو استخراج په پراخه توګه په چټکۍ روان دی او دا اندېښنې شتون لري، چې دا پروسه له فساده ډکه ده.

راپورونه وایي، چې د کانونو په برخه کې طالبان په زیات شمېر قراردادونو کې په مستقیم ډول ونډه وال دي او عایداتي سرچینې یې بلل کېږي.

یاده دې وي، چې د کانونو او پېټرولیم وزارت د پخواني وزیر شهاب الدین دلاور د ورور او د کورنۍ د نورو غړو د کانونو په قراردادونو کې د ښکېلتیا راپورونه هم ورکړل شوي وو.

ویل کېږي، چې د مولوي امیر خان متقي یو ورور هم د قیمتي ډبرو په بېلابېلو قراردادونو کې شریک دی او پاکستان ته یې د لېږد کاروبار هم کوي.

په افغانستان کې د لسیزو جګړو له امله د کانونو په برخه کې پراخه پانګونه نه ده شوې، خو د طالبانو له واکمنېدو سره په دغه برخه کې کارونه چټک شول.

طالب چارواکي وایي، چې په ۲۵ ولایتونو کې یې ۴۹۳ کانونه په نښه او سروې کړي دي.

د هېکرانو دغې ډلې د کانونو وزارت ترڅنګ د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعات او کلتور، عامې روغتیا، سوداګرۍ، اوبو او برېښنا، کډوالو، مخابراتو، کانونو او د امربالمعروف وزارتونو او د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د دفتر، د ملي احصايي او معلوماتو ادارې، د زندانونو خپلواکې ادارې او سترې محکمې زرګونه نسخې سندونه خپاره کړل.

د دغو سندونو له خپرولو وروسته د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت تایید کړه، چې د دې ډلې ځیني سندونه افشا شوي دي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي، چې افشا شوي معلومات د شخصي کمپيوټرونو اړوند دي او یاد کمپيوټرونه له انټرنیټې امنیتي تدابیرو برخمن نه وو.

تر اوسه د هېکرانو هوېت نه دی روښانه شوی او نه هم کومې ډلې د دغه سایبري برید پړه په غاړه اخیستې ده.